‏طالبان: سلګونه کډوال له پاکستانه په جبري توګه راستانه شول

AP ۱۴۰۲ مرغومی ۱۹

د طالبانو د کډوالو او بېرته ستنېدونکو چارو وازرت په اېکس پاڼه لیکلي، چې د مرغومي په ۱۸مه د تورخم او سپین بولدک له لارې ۵۴۳ افغان کډوال هېواد ته راستانه شوي دي.

د کندهار د سپین بولدک د سرحدي امریت د راپور له مخې، ۶۱ کورنۍ چې ټولټال ۳۲۲ تنه کېږي او ۲۲ تنه یې تازه د پاکستان له زندانونو خوشې شوي‏ په جبري توګه هېواد ته ستانه شوي دي.

د دوی په وینا، دغه کډوال یې د مرستو تر لاسه کولو لپاره د ملګرو ملتونو عالي کمېشنرۍ دفترونو، د خوړو نړۍوال سازمان او د کډوالۍ نړۍوال سازمان ته ورپېژندلي دي.

د یوه بل خبر له مخې، د ننګرهار ولایت د تورخم سرحدي امریت د راپور له مخې ۳۸ کورنۍ چې ټولټال ۱۹۷ تنه کېږي په جبري توګه هېواد ته ستانه شوي دي.

د تورخم د سرحدي امریت د مالوماتو له مخې، راستانه شوي کسان د مرستو ترلاسه کولو لپاره د ملګرو ملتونو عالي کمېشنرۍ او د کډوالۍ نړۍوال سازمان ته ورپېژندل شوي دي.

د پاکستاني چارواکو د شمېرو له مخې، لاهم لږ تر لږه ۱۷ لکه بې اسناده کډوال په دغه هېواد کې مېشت دي او په وینا یې د دغو کډوالو د اېستنې لړۍ په منظمه توګه روانه ده.

نور خبرونه

رادیو