سرچینې: د پاکستان په راولپنډۍ کې دوه افغانې کډوالې نامعلومو کسانو په چاړه وهلې دي

AP ۱۴۰۲ مرغومی ۱۹

سرچینې وايي نن سهار د پاکستان پنجاب ایالت د راولپنډۍ په خیابان سرسعید سیمه کې دوه افغانې کډوالې د نامعلومو کسانو له لوري په چاړه وهل شوې او ټپیانې دي.

ويل کیږي دواړه ټپي شوې افغانې مېرمنې روغتون ته لیږدول شوې او روغتیايي حالت یې د اندېښنې وړ نه دی.

تر اوسه پورې لا د پېښې انګیزه نه ده معلومه چې ولې دغه افغانې میرمنې په چاړه ټپیانې شوې دي خو میاشت وړاندې د پاکستان پلازمېنه اسلام اباد په پيښور موړ سیمه کې یو افغان کډوال د غلو له لوري په ډزو ووژل شو.

سرچینې وايي دواړو مېرمنو په لاسونو د چړې ګوزارونه لیدلي دي.

تر اوسه پورې په سیمه کې پولیسو په دې اړه څه نه دي ويلي، خو په اسلام اباد کې د پمز په نوم روغتون ډاکتران وايي چې د دواړو ټپي شویو مېرمنو روغتیایي حالت ښه دی.

غوښتل مو چې په دې اړه خپله له داوړو ټپي شویو افغان مېرمنو سره خبرې وکړو خو هغوی د ځينو امنیتي دلیلونو له مخې و نه غوښتل چې په دې اړه نظر ورکړي.

نور خبرونه

رادیو