د ترکیې د کورنیو چارو وزیر: په تېرو څلورو ورځو کې ۸۰ کسان د انساني قاچاق په تور نیول شوي

AP ۱۴۰۲ مرغومی ۱۸

د ترکیې د کورنیو چارو وزیر اعلان وکړ، چې پولیسو د دغه هېواد په ۲۷ ولایتونو کې ۸۰ تنه د انسان د قاچاق په شک نیولي دي.

دغه وزارت زیاته کړه، چې په دې موده کې ۲۱۵۵ پناه غوښتونکي هم نیول شوي دي.

د ترکیې د کورنیو چارو وزیر علي یارلي کایا د دوشنبې په ورځ (د جدي ۱۸مه) د ایکس په یادښت کې لیکلي، چې دغه کسان د هېواد په ۲۷ ولایتونو کې په بېلابېلو عملیاتو کې نیول شوي دي.

نوموړي د نيول شويو کسانو د هويت په اړه څه ونه ويل.

د ترکيې د کورنيو چارو د وزير د يادونې له مخې؛ دغه عمليات ځانکړو پوليسو، ساحلي ګارد او د کډوالو د ادارې د کارکوونکو له خوا په ٥٧ بېلابېلو ادرسونو کې ترسره شوي دي.

هغه په ​​خپل یادښت کې خبرداری ورکړ: "موږ به هېڅکله هغو قاچاقبرانو ته فرصت ورنه کړو، چې اروپا ته د خلکو د لېږدولو په هیله خلک غولوي او د کډوال په لارو کې یې وژني."

وروسته له هغې چې طالبانو پر افغانستان واکمني تر لاسه کړه، په زرګونو افغانانو له ایران او ترکیې څخه اروپا ته د کډوالۍ ستونزمنه لاره خپله کړه. په دې لاره کې ډېرو خلکو خپل ژوند له لاسه ورکړ.

اروپا ته د افغانانو لپاره د ترانزیتي لارې په توګه، ترکیه له ۳۰۰،۰۰۰ څخه د زیاتو افغان کډوالو کوربه توب کوي.

د دغه هېواد چارواکو لا له وړاندې اعلان کړی، چې په ټوله ترکیه کې د کډوالو د ناقانونه ننوتلو او وتلو د مخنیوي لپاره عملیات دوام لري.

نور خبرونه

رادیو