د طالبانو امربالمعروف وزارت:د ښځو د نیولو خبر حقیقت نه لري، په کابل کې مو سوالګرې راټولولې

AP ۱۴۰۲ مرغومی ۱۸

په رسنیو کې د طالبانو له لوري د ناسم حجاب په پلمه په کابل کې د ښځو او نجونو د نیولو د راپورونو تر خپرېدو او د نړیوالې ټولنې تر غبرګونه وروسته طالبانو ویلي دي چې دا راپورونه حقیقت نه لري بلکې سوالګرې ښځې یې راټولې کړې دي.

شپږ ورځې وړاندې د طالبانو د امربالمعروف وزارت محتسبانو د دوی د خوښې د حجاب نه مراعتونو په تور د کابل په لوېدیځ دشت برچي، پل خشک او د کابل ښار په یو شمېر سوداګریزو مرکزونو کې د نجونو او ښځو نیول او نامعلوم ځای ته بیول پیل کړل.

د طالبانو له لوري د طالبي حجاب نه مراعتولو په تور د نجونو او ښځو د نیولو د راپورونو له خپرېدو دوه ورځې وروسته د طالبانو د امربالمعروف وزارت ویاند عبدالغفار فاروق رسنیو ته د یادو ښځو نیول ومنل.

خو د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړي راپور ورکوونکي ریچارډ بینیټ او د بښنې نړیوال سازمان له لوري د طالبي حجاب نه مراعتولو په تور د نجونو او ښځو نیول کېدو ته سخت غبرګونونه وښودل شول او له طالبانو یې وغوښتل چې ژر تر ژره دې نیول شوې نجونې خوشې کړي.

خو د طالبانو د امربالمعروف وزارت د دوشنبې په ورځ د (مرغومي ۱۸مه) پر خپله ایکس پاڼه لیکلي چې د کابل ښار یوولسمه حوزه او نورو سیمو کې چې ځینو رسنیو د امربالمعروف او شکایتونو اورېدلو وزارت له لوري د ښځینه وو د نیولو راپور خپور کړی حقیقت نه لري، «یادې ښځینه هغه سوالګرې دي چې کابل ښار کې د اسلامي امارت له لوري راټولیږي او له بایو میټریک وروسته ورته میاشتنی معاش حواله کیږي یا ورسره د اړتیا وړ توکو مرسته کیږي.»

شنوونکي وايي د طالبانو له لوري په کابل ښار کې د تېرې ورځې نیول شوې ښځې له بڼې او جامو څرګندیږي چې دوی سوالګرې نه بلکې هغه نجونې دي چې په کابل کې تل د ښځو حقونو ترلاسه کولو په غونډو کې برخه اخلي.

پر افغانستان د طالبانو له واکمنېدو وروسته د یادې ډلې له لوري پر افغان ښځو او نجونو د زده‌کړو، له کوره بهر کارکولو او نورو برخو کې کلک بندیزونه لګول شوي او د طالبانو یاد بندیزونه تل د افغانانو او نړیوالې ټولنې له غبرګونونو سره مخ شوي.

نور خبرونه

رادیو