د خوست شېخ زاهد دولتي پوهنتون استادان وايي د طالبانو د لوړو زده کړو وزیر یې معاشونه ځندولي
![](https://i.afintl.com/images/rdk9umy0/production/590ba52e7e466d963f6c5e159a344f6de4df5b10-1151x585.png?rect=119,21,797,448&w=992&h=558&fit=crop&auto=format)
د خوست شېخ زاهد دولتي پوهنتون څو تنو استادانو افغانستان انټرنشنل ـ پښتو وویل، چې له تېرو درېیو میاشتو راهیسې یې د طالبانو د لوړو زده کړو وزیر معاشونه ځندولي. دغه استادان زیاتوي؛ که څه هم د استادانو معاشونه د شېخ زاهد بنسټ په غاړه دي او معاشونه یې راغلي خو طالبان يې نه ورکوي.
د خوست شېخ زاهد پوهنتون څو تنو استادانو چې د طالبانو له ویرې د نوم له اخیستو ډډه کوي؛ نن دوشنبې ( د جدي ۱۸مه ) افغانستان انټرنشنل ـ پښتو ته وویل، چې متحده عربي امارت د شېخ زاهد بنسټ د پوهنتون ټولو استادانو او پرسونل معاشونه د افغانستان لوړو زده کړو وزارت ته لیږلي.
دوي زیاتوي؛ د طالبانو د لوړو زده کړو وزیر ندا محمد ندیم د پوهنتون مسوولینو ته ویلي، چې دا اوسني معاشونه لوړ دي او باید راکم شي.
د خوست شېخ زاهد دولتي پوهنتون استادان نیوکه کوي، چې د افغانستان د لوړو زده کړو وزارت په خپل سر دا کار کوي او پر استادانو فشار راوړی ترڅو کم معاشونه ومني.
د خوست شېخ زاهد پوهنتون یو استاد زیاته کړه: "متحده عربي امارتو د طالبانو لوړو زده کړو وزارت ته د جمهوریت پرمهال د معاشونو د معادل پیسې لیږلي دي؛ خو د لوړو زده کړو وزیر ندا محمد ندیم ویلي، چې استادان د دومره لوړو معاشونو مستحق نه دي."
دغه استادان وايي؛ طالبان د متحده عربي امارتو مرسته شویو پیسو باندې خېټه اچولې، د درېیو میاشتو راهیسې نه د خپلې کچې معاش راکوي او نه هم د تېر جمهوریت پرمهال ټاکل شوي معاشونه راکوي.
د خوست شېخ زاهد دولتي پوهنتون استادان وايي؛ له سختو اقتصادي مشکلاتو سره لاس او ګرېوان دي.
دوی وايي: "معاشونو په اړه هېڅ معلومات نه شته، استادان او مامورین په دې ساړه هوا کې له سختو ستونزو سره مخ دي، ځیني پوهنتون ته د تګ او راتګ لپاره کرایه نه لري، په کلیو او بازارونو کې ورته نور څوک قرض باندې خوراکي او سون توکی هم نه ورکوي، دغه استادان له روانې ستونزو سره مخامخ دي."
د طالبانو له واکمنۍ سره د اقتصادي وضعیت د خرابېدو سره د محتده عريي امارتو وویل، چې دوی به د شېخ زاهد بنسټ څخه د خوست شېخ زاهد پوهنتون د استادانو او پرسونل معاشونه ورکوي.
د خوست شېخ زاهد پوهنتون ودانۍ او کادري روغتون د متحده عربي امارتو له خوا جوړ شوي دي او له دغه پوهنتون سره یې په مالي برخه کې همکاري تر اوسه ادامه لري.
د معلوماتو له مخې؛ اوس هم د خوست شېخ زاهد پوهنتون کې دننه د متحده عربي امارتو له خوا د ودانۍ د ترمیم چارې هم روانې دي.
تر اوسه د خوست شېخ زاهد دولتي پوهنتون د استادانو او نورو مامورینو معاشونو په اړه د طالبانو لوړو زده کړو وزارت څه نه دي ویلي.
د خوست شېخ زاهد پوهنتون کې شاوخوا ۳۰۰ استادان او اداري مامورین په دندو بوخت دي.