د حصارک ولسوالۍ لپاره د طالبانو د پوهنې امر څلور لوڼې د لاسي بمونو په پيښه کې وژل شوې دي
تېره شپه نامعلومو وسله والو د ننګرهار ولایت د حصارک ولسوالۍ لپاره د طالبانو د پوهنې امر غلام جیلاني حنفي کور ته لاسي بمونه غورځولي او د نوموړي څلور لوڼې وژل شوې دي.
د ننګرهار د پوهنې ریاست ویاند فرهاد احمد ستانکزی د پېښې پخلی کوي او وايي، د شپې ناوخته د ننګرهار ولایت په حصارک ولسوالۍ کې د پوهنې امر کورته د نامعلومو وسله والو له لوري د لاسي بومونو غورځولو په پېښه کې د دغه امر مولوي غلام جیلاني حنفي څلور لوڼې وژل شوې دي.
د حصارک ولسوالۍ لپاره د طالبانو د پوهني امر د وژل شویو لوڼو انځورونه افغانستان انټرنشنل ـ پښتو ته رسیدلي او لیدل کیږي چې وژل شوېو نجونوله درېیو څخه تر لسو کلو پورې عمرونه لرل.
تر دې مهاله د یادې پيښې مسوولیت چا په غاړه نه دی اخیستی.