تمنا پریاني: د طالبانو له لوري له افغان ښځو سره جنسیتي توپیر او د نړۍ چوپتیا د زغملو نه دي

AP ۱۴۰۲ مرغومی ۱۷

د ښځو حقونو فعالې تمنا زریاب پریاني د جرمني په دوسلدورف ښار کې تېره ورځ د (مرغومي ۱۶مه) په افغانستان کې د ښځو پر وړاندې د جنسیتي توپیري چلند په وړاندې اعتراضي ناسته پیل کړه.

هغې په خپله ایکس پاڼه د يوې ويډیو په خپرولو سره ويلي چې د طالبانو له لوري د ښځو پر وړاندې د جنسیتي توپیر په اړه د نړۍ چوپتیا د «شرم» وړ ده.

آغلې پریاني وړاندې تر دې هم د جرمني په بیلابېلو ښارونو کې وخت پر وخت په افغانستان کې د ښځو پر وړاندې د جنسیتي توپیر د په رسمیت پیژندلو لپاره په اعتراضي ډول د نه خوړولو اعتصاب کړی او دا اعتصاب یې په ورځو ورځو غځولی و.

ويل کیږي د طالبانو حکومت تېره اوونۍ په کابل کې د بې حجابۍ په تور یو شمېر د ښځو حقونو فعالانې نیولې او بندیانې کړې دي.

تمنا پریاني وايي تر هغه به خپل اعتراضونه روان ساتي چې په افغانستان کې د ښځو پر وړاندې شته توپیري چلند بدل نه شي: «دا ټولې نړۍ ته د شرم وړ خبره ده چې په افغانستان کې د طالبانو له لوري پر افغان ښځو د روانو ټولو ظلمونو، توپیري چلند، ګواښونو، جینسي تېریو او ټولو ناخوالو په وړاندې چوپ پاتې دي.»

آغلې پریاني زیاتوي چې د طالبانو حکومت په یوه او بله پلمه ښځې نیسي او زنداني کوې یې، ځوروي یې، کورنیو ته یې ګواښونه کوي او له کاره یې راګرځوي.

په دې وروستیو کې د افغانستان يو شمېر اعتراض کوونکو مېرمنو ويلي چې طالبانو په کابل او غزني ولایتونو کې یو شمېر ښځې او کم عمره نجونې د «بې حجابۍ» په تور نیولې او دوی یې ناڅرګنده ځای ته بېولې دي.

دوی ادعا کړې، طالبانو د دوی کورنۍ اړ اېستي چې د دوی په ګټه لاریون وکړي، چې په بدل کې به یې د دوی لوڼې او مېرمنې خوشې کړي.

نور خبرونه

رادیو