په نېمروز کې يوه لس کلنه نجلۍ تر جنسي تېري وروسته وژل شوې

په نيمروز د طالبانو امنتي چارواکي وايي، د دې ولایت د مرکز اړوند د مولانا سړک په هدېرو کې يې د هغې لس کلنې نجلۍ جسد پيدا کړی، چې جنسي تېری پر شوی او وروسته د سيم په ذريعه وژل شوې وه. طالبان وایي په دې تړاو یې يو کس نيولی او هغه خپل جرم منلی دی.
د نېمروز د طالبانو امنيه قومندانۍ وياند ګل محمد، د زکرالله په نوم دغه تورن د جمعې په ورځ يې پر دې نجلۍ جنسي تېری کړی او وروسته يې د سيم په ذريعه وژلې وه.
دا نجلۍ د دې ولایت د زرنج ښار د دېخواجې اوسېدونکې وه.
د دې ولایت د طالبانو د قومندانۍ وياند په خبره، چې نیول شوی کس اصلي د هلمند د نادعلي ولسوالۍ اوسېدونکی او اوس په نېمروز کې اوسېږي.