د چمن پرلت کوونکي: د چمن له ځايي حکومتي چارواکو سره مو خبرې اترې بې پایلې شوې

AP ۱۴۰۲ مرغومی ۱۷

دغه پرلت کوونکي وايي، د چمن ځايي حکومتي چارواکو ورغوښتي و چې نور دې پرلت پای ته ورسوي، خو دوی وايي تر هغو چې د پرلت والو ټولې غوښتنې نه وي منل شوې دا پرلت به همداسې روان وي.

دوی وايي د چمن او سپین بولدک دروازې د پرانیستلو او چمن پرلت د پای ته رسولو په اړه خبرې بې پایلې شوې دي.

د سپين بولدک ـ چمن پر دروازه د پاسپورټ د جبري کېدو په غبرګون د پرلت وهلو نن یکشنبه د (مرغومي ۱۷مه) ۸۲ ورځې وشوې.

خو تردې مهاله د پاکستان حکومت د پرلت والو غوښتنې نه دي منلې او د پاسپورټ د جبري کېدو پر پرېکړه کلک ولاړ دي.

د چمن د لغړي اتحاد مشر غوث الله اڅکزی وايي، د پرلت د پای ته رسولو او د پاسپورټ د پرېکړې بېرته اخیستو په موخه یې تېره ورځ د چمن له ځايي حکومتي چارواکو سره خبرې اترې د تېر په څیر ناکامې شوې: «د چمن مسوولینو د پرلت د پای ته رسولو لپاره له هر کس سره مذاکرات کوي موږ تیره ورځ له هغوی سره د نږدې مذاکرات وکړل. خو د سپین بولدک ـ چمن دروازې د خلاصولو او د پاسپورټ د حتمي کیدو د پرېکړې اخیستلو صلاحیت د ایالتي حکومت سره نشته او دا صلاحیت یوازې له مرکزي حکومت سره دی. دوی موږ ته تل وايي چې روان پرلت باید پای ته ورسو ځکه پرلت ته امنیتي ګواښونه متوجې دي خو موږ د دوی دا ډول خبرې نه منو او خپل پرلت ته به دوام ورکوو.»

تر دې وړاندې هم د ایالتي حکومت تر څنګ د پرلت د استازو او د پاکستان حکومت تر منځ په پلازمېنه اسلام اباد کې هم مذاکرات ترسره شوي خو کومې مثبتې پایلې ته نه دي سره رسیدلي.

د سپین بولدک چمن پر دروازه د پاسپورټ د جبري کیدو په غبرګون پرلت کې هره ورځ زرګونه ځايي اوسیدونکي ګډون کوي. او د پاکستان د یادې پرېکړې پر ضد ویناوې کوي.

دغه پرلت وال وايي، نور د پاکستان حکومت له لوري د فشارونو او د پاکستان د میلیونونو وګړو د غوښتنو نه منلو له امله تر پوزې راغلي او ډیر ژر به نوی پړاو لاریونونه پیل کړي.

د پرلت یو غړی عبدالباقي متقزی وايي: «د پاکستان حکومت په پښتون میشتو سیمو کې د نورو ظلمونو تر څنګ د افغانستان او پاکستان تر منځ د پاسپورټ د جبري کیدو ظلم یې نور نه منو. موږ که وژل کیږو که ژوندي پاتې کیږو پر دغه لار پاسپورټ نه منو.»

د چمن د اوسېدونکو له لوري د سپین بولدک ـ چمن پر دروازه د پاسپورټ د جبري کېدو په غبرګون کې له پیل شوي پرلت سره سم د یاد پرلت پر لسګونو غړو د پولیسو له لوري قضیې ثبتې شوې او هم د ډیریو پرلت والو پر کورونو چاپې وهل شوې.

د چمن ځايي اوسیدونکي وايي، د پاکستان حکومت له لوري د پاسپورټ د جبري کېدو پرېکړې سره د زرګونو خلکو کاروبار او اقتصاد ته سخت زیان اوښتی دی.

نور خبرونه

رادیو