د ښځو پر کار له بندیز سره طالبان وايي روان کال یې له ۲۶ زرو ډېرې مېرمنې پر دندو ګمارلې

AP ۱۴۰۲ مرغومی ۱۶

د طالبانو د کار او ټولنیزو چارو وزارت وايي، د ۱۴۰۲ کال له پیل څخه د قوس میاشتې تر پایه یې د ۲۶ زره ۳۲۶ مېرمنو په ګډون نږدې یو لک لس زره کسان په دندو ګمارلي دي.

دغه وزارت نن په خپل اېکس کې لیکلي دي چې دغه کسان یې پر دولتي ادارو سربېره په خصوصي سکتور کې په دندو کړي دي.

د کار او ټولنیزو چارو وزارت په داسې حال کې دا ادعاوې کوي چې دغې ډلې بیا واکمنېدو سره ښځې پر کار او زدکړو سربېره له ټولنیز او سیاسي فعالیت منع کړې دي.

طالبان د دولتي ادارو ښځینه مامورینو ته پر کور معاشونه ورکوي خو په اړوند دفترونو کې د کار اجازه نه ور کوي

د طالبانو د کار او ټولنیزو چارو وزیر عبدالمنان عمري د دې ډلې ذ پنسټګر ملا عمر ورور دی چې د طالبانو د سختدریزه مشرانو په کتار کې راځي.

د طالبانو واک ته رسېدو سره ډیری هغه افغانان چې په بېلابیلو ادارو کې یې کار کاوه، اوس بې روزګارۍ سره لاس او ګریوان دي.

د دوی شکایت دا دی چې طالبان په دولتي او خصوصي ادارو کې د خپلې ډلې کسان ګماري.

د طالبانو د کار او ټولنیزو چارو وزارت دا هم وايي چې پر ۱۴۰۲ کال یې ۱۴۷۹ تنو بهرنیو وګړو ته هم د کار جوازونه ورکړي دي.

نور خبرونه

رادیو