‏طالبان: له پاکستانه سلګونه کډوال په جبري توګه هېواد ته ستانه شول

AP ۱۴۰۲ مرغومی ۱۶

د طالبانو د کډوالو او بېرته ستنېدونګو چارو وزارت په اېکس پاڼه لیکلي، چې د مرغومي په ۱۴مه او ۱۵مه د تورخم او سپین بولدک له لارې ۵۴۲ افغان کډوال هېواد ته راستانه شول.

د ننګرهار ولایت د تورخم د سرحدي امریت د راپور له مخې، ۶۵ کورنۍ چې ټولټال ۳۴۱ تنه کېږي په جبري توګه هېواد ته ستانه شوي.

په راپور کې راغلي، چې دغه کډوال له نوم لینکې وروسته د ملګرو ملتونو عالي کمېشنرۍ او د کډوالۍ نړۍوال سازمان ته د مرستو ترلاسه کولو په موخه پېژندل شوي.

له بلې خوا د کندهار ولایت د سپین بولدک د سرحدي امریت د مالوماتو پر بنسټ، ۴۴کورنۍ چې ټولټال ۲۰۱ تنه کېږي په جبري توګه هېواد ته ستانه شوي.

د دوی په وینا، دغه کسان له پېژندلو وروسته د روغتیا نړۍوال سازمان، د ملګرو ملتونو عالي کمېشنرۍ او د کډوالۍ نړۍوال سازمان ته ورپېژندل شوي دي.

دا په داسې حال کې ده، چې تېره اونۍ پاکستاني چارواکو وویل چې په دغه هېواد کې پاتې ۱۷ لکه بې اسناده نور کډوال هم باسي.

د دغو چارواکو په خبره، له دغه هېواده د بې اسناده بهرنیانو اېستنه په منظمه توګه روانه ده.

نور خبرونه

رادیو