معترضې مېرمنې د نیول شویو ښځو په اړه: موږ د دغو ښځو او د دوی د کورنیو د ځپلو شاهدان یو

AP ۱۴۰۲ مرغومی ۱۶

افغان معترضو مېرمنو د طالبانو له‌خوا د «بې حجابۍ» په تور د ښځو او نجونو د نیونې په اړه اندېښنه څرګنده کړه.
دوی وایي، په دې وروستیو کې طالبانو په کابل او غزني ولایت کې یوشمېر ښځې او کم عمره نجونې د «بې حجابۍ» په تور نیولې او دوی یې ناڅرګنده ځای ته بېولې دي.

دوی ادعا کوي، طالبانو د دوی کورنۍ اړ اېستي چې د دوی په ګټه لاریون وکړي او په بدل کې به یې د دوی لوڼې او مېرمنې خوشې کړي.

د دوی په وینا، طالبانو د پولیسو په حوزو کې د دغو مېرمنو کورنۍ رټلې او ورته یې خبرداری ورکړی؛ که د دوی د خوښې حجاب څخه ملاتړ ونه کړي نو دغه ډول نیونې به دوام وکړي او د بیاځلې نیونې سره به له درنې سزا سره هم مخامخې شي.

د جنبش شنبه های ارغواني په نوم غورځنګ د طالبانو دغه کړنې د نړۍوالې ټولنې له‌خوا د دغه وضعیت بابېزه ګڼل او د تعامل د زیاتوالي پایله ګڼي.

دوی وایي، اغلې رزا اتنبایوا د افغان مېرمنو پر وضعیت سترګې پټې کړې او طالبانو ته د باج ورکوونې او د لا تعامل غوښتونکې شوه او د بي‌بي ګل په څېر د مېرمنو ځان وژنې یې د پایلو څرګندې نښې دي.


دوی وایي، که ملګري ملتونه غواړي دغه کړنې ودرېږي؛ نو له خبرپاڼو دې لږ اخوا عملي ګام پورته کړي.

نور خبرونه

رادیو