یوې معترضې مېرمنې د طالبانو له زندانه تر خوشې کېدو وروسته ځان وواژه

AP ۱۴۰۲ مرغومی ۱۶

د افغانستان د ښځو د پیوستون غورځنک منلې، چې د دوی یوې غړې په کندز ولایت کې ځان وژلی.
د ښځو د حقونو د ډلې چارواکو ویلي، چې ۲۱ کلنه بي‌بي ګل د طالبانو د واکمنۍ په پیل کې بندۍ شوې وه او له خوشې کېدو وروسته یې «تل د ځان وژنې په اړه فکر کاوه.»

دغې ډلې ویلي، بي‌بي ګل چې د تېرې جمعې په ورځ د مرغومي په دویمه نېټه ځان کوهي ته غورځولی و، د یکشنبې په ورځ د مرغومي په لسمه نېټه یې د جوزجان په یوه روغتون کې سا ورکړه.

د افغانستان د ښځو د پیوستون د غورځنګ مشرې زهرا حق پرست افغانستان انټرنشنل ته د بي‌بي ګل مړینه تایید کړه.
د افغانستان د ښځو د پیوستون غورځنګ وویل، دغه یوویشت کلنه پېغله چې د «زهرا محمدي» په مستعار نوم د طالبانو د کړنو پر ضد یې په غونډو کې برخه اخیسته، د ښځو د حقونو له نورو فعالانو سره یو ځای د ۲۰۲۱ کال په سپټمبر میاشت د کندز په ولایت کې نېول شوې وه.

ساره همدم (مستعار نوم) د دغه غورځنګ غړې چې له بي‌بي ګل سره یې نږدې اړیکې لرلې وویل، هغې د طالبانو له زندانه تر خوشې کېدو وروسته تل «د ځان وژنې په اړه فکر کاوه.»

مېرمن همدم ووېل، بي‌بي ګل پر افغانستان د طالبانو تر واکمنېدو وړاندې د کندز ولایت له یوې لیسې فارغه شوې وه؛ خو کله چې دغې ډلې د نجونو له پاره د پوهنتونونو دروازې وتړلې هغه و نه توانیده په کانکور کې برخه واخلي او پوهنتون ته لاره پیدا کړي.
د بي‌بي ګل کورنۍ او په کندز کې طالبانو د دغې موضوع په اړه تر اوسه څه نه دی ویلي.دغې ډلې ویلي، بي‌بي ګل چې د تېرې جمعې په ورځ د مرغومي په دویمه نېټه ځان کوهي ته غورځولی و، د یکشنبې په ورځ د مرغومي په لسمه نېټه یې د جوزجان په یوه روغتون کې سا ورکړه.

د افغانستان د ښځو د پیوستون د غورځنګ مشرې زهرا حق پرست افغانستان انټرنشنل ته د بي‌بي ګل مړینه تایید کړه.
د افغانستان د ښځو د پیوستون غورځنګ وویل، دغه یوویشت کلنه پېغله چې د «زهرا محمدي» په مستعار نوم د طالبانو د کړنو پر ضد یې په غونډو کې برخه اخیسته، د ښځو د حقونو له نورو فعالانو سره یو ځای د ۲۰۲۱ کال په سپټمبر میاشت د کندز په ولایت کې نېول شوې وه.

ساره همدم (مستعار نوم) د دغه غورځنګ غړې چې له بي‌بي ګل سره یې نږدې اړیکې لرلې وویل، هغې د طالبانو له زندانه تر خوشې کېدو وروسته تل «د ځان وژنې په اړه فکر کاوه.»

مېرمن همدم ووېل، بي‌بي ګل پر افغانستان د طالبانو تر واکمنېدو وړاندې د کندز ولایت له یوې لیسې فارغه شوې وه؛ خو کله چې دغې ډلې د نجونو له پاره د پوهنتونونو دروازې وتړلې هغه و نه توانیده په کانکور کې برخه واخلي او پوهنتون ته لاره پیدا کړي.
د بي‌بي ګل کورنۍ او په کندز کې طالبانو د دغې موضوع په اړه تر اوسه څه نه دی ویلي.

نور خبرونه

رادیو