د طالبانو د پولیسو د لوړو زدکړو قومنداني وايي، تر اوسه یې پنځه زره طالب افسران فارغ کړي
![](https://i.afintl.com/images/rdk9umy0/production/5a6cb507a120e1ee55839fa8bd9324292e075976-2796x1290.png?rect=271,0,2293,1290&w=992&h=558&fit=crop&auto=format)
د طالبانو د کورنیو چار وزارت د پولیسو د لوړو زدکړو قومندانۍ قومندان وايي، تر اوسه یې له دې مرکز پنځه زره طالب افسران فارغ کړي. نوموړي پرون د مدیریت او رهبرۍ برخه کې له یوې میاشتې روزنې ترلاسولو وروسته د فارغ شوو ۳۰۰ افسرانو غونډه کې د کورنیو چارو وزارت پر مسلکیتوب ټینکار وکړ.
عبدالهادي منعم وايي، چې د دې کسانو سره یې د بېلابیلو ولایتونو پنځه زره کسان په ۱۲ دورو کې د مدیریت او رهبرۍ په برخو کې فارغ کړي دي.
د طالبانو کورنیو چارو وزارت مسوولانو وویل چې دغه یوه میاشت روزل شوي نوي فارغ طالبان به د وزارت په بېلابیلو برخو کې په دندو وګمارل شي.
د طالبانو د کورنیو چارو وزارت اداري معین ستر پاسوال مولوي نور جلال جلالي فرغت غونډې ته وویل: «باید د شرعي نظام ساتنه وکړو او باید د نظام د ساتلو لپاره ظرفیتونه لوړ شي.»
طالبانو ته د تېر جمهوري نظام جوړ دولتي سیسټم په میراث پاتې شو او د پخواني حکومت په اداري سیسټم روان دي.
وویل کیږي چې د تېر نظام زیات شمیر کارکوونکي اوس هم د طالبانو واک لاندې ادارو کې پر کار بوخت دي.
نیوکې دا دي چې طالبان غواړي خپل کسانو ته روزنه ورکړي او د وخت په تېریدو سره په ټولو دولتي ادارو کې د خپلې ډلې کسان وګماري.