په ۲۰۲۳ کال کې پاکستان کې د وسلهوالو په بریدونو کې ۱۷ سلنه زیاتوالی راغلی
د پاکستان د سولې مطالعاتو انسټیټیوټ راپور ورکړی، چې په پاکستان کې د تاوتریخوالي د نوې څپې سره په ۲۰۲۳ کال کې د وسلهوالو بریدونو په شمېر کې ۱۷ سلنه زیاتوالی راغلی.
په پاکستان کې په ۲۰۲۳ کال کې ټولټال ۳۰۶ وسلهوال بریدونه شوي، چې پکې ۲۳ ځانمرګي بریدونه هم شامل دي، ۶۹۳ کسان یې وژلي او ۱۱۲۴ نور یې ټپیان کړي دي.
د دغه انسټیټیوټ په راپور کې راغلي:« دغه بریدونه د تېر کال پرتله ۱۷ سلنه زیات شوي او په دې بریدونو کې د وژل شویو کسانو شمېر هم د تېر کال پرتله ۶۵ سلنه زیات شوی دی.»
په راپور کې راغلي:« په ۲۰۲۳کال کې ترهګریزو بریدونو کې د امنیتي ځواکونو او قانون پلي کوونکو ادارو ۳۳۰ کارکوونکي وژل شوي، همدارنګه ۵۱۸ تنه امنیتي او د قانون پلي کوونکو ادارو کارکوونکي ټپیان شوي دي.»
د دغه راپور له مخې، په دغو بریدونو کې ۲۶۰ ولسي وګړي هم وژل شوي او ۵۵۹ تنه نور ټپیان شوي دي.
په همدې حال کې په دغه کال کې ۱۰۳ وسلهوال وژل شوي او ۴۷ نور ټپیان شوي دي.
دغه انستیټیوټ ویلي، ټي ټي پي او داعش په ۲۰۲۳ کال کې ۲۰۸ بریدونه ترسره کړي، چې ۵۷۹ کسان یې وژلي او ۹۳۸ نور یې ټپیان کړي دي.
په راپور کې راغلي:« بېلابېلو بلوڅو او سندي ملتپالو اورپکو ډلو ۸۶ بریدونه ترسره کړي.»
د دغو ټولو وسلهوالو بریدونو شاوخوا ۹۳ سلنه د پاکستان په شمال لویدیځ خیبر پښتونخوا او د بلوچستان په سوېل لویدیځو ولایتونو متمرکزې وې.