د بښنې نړۍوال سازمان: د طالبانو له‌خوا د ښځو ځپل باید ودرول شي

AP ۱۴۰۲ مرغومی ۱۶

د بښنې نړۍوال سازمان په کابل کې د طالبانو له‌خوا د «بد حجابۍ» په تور د نجونو نیولو ته غبرګون ښودلی.

دغه سازمان په اېکس پاڼه لیکلي، چې د طالبانو له‌خوا د «بد حجابۍ» په تور د نجونو خپلسرې نیونه په افغانستان کې د ښځو د حرکت او بیان له ازادۍ څخه یوه بله سرغړونه ده.

دغه سازمان زیاته کړې:« د نجونو او ښځو خپل سرې نیونې باید ژر تر ژره ودرول شي او نیول شوي مېرمنې دې هم خوشې شي.»

تېره ورځ د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړي راپور ورکوونکي ریچارد بېنېټ هم دغه کړنه د بیان پر ازادۍ د نویو بندیزونو لګونه بللې وه او ژر تر ژره یې د دغو نجونو د خوشې کېدو غوښتنه کړې وه.

د پنجشنبې په ورځ د طالبانو د امر بالمعروف وزارت ویاند سیمه‌ییزو رسنیو ته ومنله، چې د دوی ښځینه پولیسو دغه نجونې د بد حجابۍ په تور نیولې وې.

خو نوموړي دا نه وه منلې، چې ګواکې دغه نجونې او ښځې دې ناڅرګند ځای ته بېول شوې وي.

نور خبرونه

رادیو