په پاکستان کې د سړې هوا نوې څپې د خلکو کارو بار اغېزمن کړی او ناروغۍ هم زیاتې شوې دي

په تېرو څو اونیو کې د پاکستان د بېلابېلو برخو هوا دومره ککړه شوې، چې ځايي حکومتي ادارې اړې شوې ځیني ښوونځي رخصت کړي. خلک وايي، د ککړې هوا له امله د دوی ورځینی کار او ژوند هم اغېزمن شوی او په سختو ناروغیو هم اخته شوي دي.

له تېرې یوې اونۍ راهیسې د پاکستان په ګڼو ښارونو کې لړې زیاتې شوي او ورسره د تودوخې درجه هم ډېره ټیټه شوې ده.
ګڼ خلک وايي، په دې وروستیو کې لړې (دون) دومره زیاې شوې، چې د یو متر په واټن کې هم یو بل نه شي لیدلای او د موټرو او پلي کسانو تګ راتګ یې هم له ستونزو سره مخامخ کړی دی.
په پاکستان کې خلک وايي، چې د دوی اقتصادي وضعیت چې لا له وړاندې هم سم نه و؛ خو د سړې هوا وروستۍ څپې د دوی پر کار نور اغېز هم پرې اېستی دی.

دوی وايي، د سیخ او برېښ یا نمونیا ناروغي کوراکور خوره شوې چې ماشومان، ځوانان او د پاخه عمر کسان ټول پرې له یوې مخې اخته شوي دي.
ګل حیدر چې د باجوړ اوسېدونکی دی او دا مهال په اسلام اباد کې خواري مزدوری کوي افغانستان انټرنشنل پښتو ته وايي:« نن مې درېیمه ورځ ده، چې کار نه کوم لړه خوره ده او خلک ودانیز کارونه نه کوي. موږ هم د خدای هیلې ته ناست یو، هره ورځ خرچه راباندې راځي؛ خو کار نه شته هغه خپل خرڅ هم له خپله جېبه کوو.»
په اسلام اباد کې یو بل ځايي اوسېدونکی سبحان الله وايي:« همدا اوس په کور کې دوه ماشومان، د هغوی مور او زما یوه خور را ته ناروغان پراته دي، په ډېرې درملنې ستړی شوی یم، کار نه شته هره ورځ به مې په لاس ګاډي سبزي خرڅوله. اوس د سړې هوا له امله هغه کار هم نه شم کولای حیران یم، چې د پرتو ناروغانو درملنه څنګه وکړم؟»
د اسلام اباد د یو روغتون ډاکټر محمد ناصر وايي:« د پاکستان په ګڼو سیمو کې د بارانونو د نشتوالي له امله ناروغۍ په تېره بیا موسمي ناروغۍ لکه سیخ او برېښ مخ په زیاتیدو دي، چې زیاتره ماشومان او د پاخه عمر کسان پرې اخته کېږي. د دغې ناروغۍ یواځینۍ لاره دا ده، چې خونې دې نه ډېرې ګرمې کړل شي او نه هم سړې، که چېرته خونې له حده زیاتې ګرمېږي بیا چې ماشومان سړې هوا ته راوځي؛ نو وار د مخه په دغې ناروغۍ اخته کېږي.»
ډاکټر ناصر وايي، د دغې سړې هوا راغلې څپه ښايي په راتلونکو څو ورځو کې پای ته ورسیږي؛ خو سپارښتنه یې خلکو ته دا ده، چې خپل ځان او خپلو ماشومانو ته دې پاملرنه ډېره کړي، د هغه په خبره ځان ساتنه تر درملنې هم اسانه او هم ارزانه لار ده.