د پاکستان پوځ: د ټانک عملياتو پر مهال د یوه مهم کس په ګډون دوه وسله‌وال وژل شوي

د پوځ د رسنیو د چارو څانګې د جمعې په ورځ وویل، د خیبر پښتونخوا په ټانک ضلع کې د استخباراتي مالوماتو پر بنسټ عملیاتو کې د مهم کس په ګډون دوه تنه وسله‌وال وژل شوي دي.

د پاکستان د پوځ د عامه اړیکو ادارې په یوه بیان کې ویلي:« د سختو ډزو له تبادلې وروسته، د ګل یوسف تور په ګډون دوه ترهګر وژل شوي دي.»

دغې ادارې ویلي، چې تور «د امنیتي ځواکونو په وړاندې په ټانک او ډېره اسماعیل خان ولسوالیو کې د لوړو ترهګریزو بریدونو او همدارنګه د بې ګناه ولسي خلکو د جبر او هدفي وژنې او نورو ترهګریزو فعالیتونو کې ښکېل و.»

دغې ادارې زیاته کړې، چې هغه د قانون پلي کوونکو ادارو له‌خوا خورا مطلوب و او حکومت د هغه په سر ۲.۵ مېلیونه کلدارې انعام هم اېښی و.

پاکستان په ځانګړې توګه خیبرپښتونخوا او بلوچستان تېر کال کې د ترهګریزو فعالیتونو د زیاتوالي شاهد وو.

د یو کلني امنیتي راپور له مخې، پاکستان په ۲۰۲۳ کال کې د ۷۸۹ ترهګریزو بریدونو او د ترهګرۍ ضد عملیاتو کې ۱۵۲۴ د تاوتریخوالي اړوند تلفاتو او ۱۴۶۳ ټپیانو شاهد و، چې د شپږو کلونو لوړ ریکارډ ټینګ کړی.