سرچینې: طالب پلویانو د ډاکټر غفار همدرد د قاتل د نیولو په اړه ناسم معلومات خپاره کړي
د کابل امنیه قومندانۍ کې سرچینې وايي، په کابل کې د وژل شوي ډاکترغفار همدرد د قاتل د نیولو په اړه په ټولنیزو رسنیو کې د طالبانو پلویانو جعلي وېډیو خپره کړې ده. امینه قومندانۍ کې سرچینې نن افغانستان انټرنشنل ـ پښتو ته وویل، تر اوسه دوی د ډاکتر غفار همدرد قاتل نه دی نیولی.
دوی زیاتوی په ټولنیزو رسنیو کې د دوی د پلویانو هغه ویډیو ناسمه ده چې پکې د نور الله په نوم د یو کس د نیولو خبره شوې او هغه د ډاکټر غفار همدرد وژونکی بلل شوی دی.
افغانستان انټرنشنل ـ پښتو د دې ویډيو په اړه چې څیړنه وکړه، دا ویډيو تر اوسه د کابل امنیه قومندانۍ او ددې امنیتي ادارې ویاند د ټولنیزو پاڼو له رسمي ادرسونو څخه نه ده نشر کړې او نه یې هم د نیول شوي قاتل په اړه کوم جزیات خپاره کړي دي.
د طالبانو تر کنټرول لاندې ملي ټلویزیون او باختر اژانس د ډاکتر غفار همدرد د وژل کېدو خبر نه دی نشر کړی او نه د قاتل د نیولو کومه ویډیو خپره کړې ده.
په کابل ځینې خبریالان هم وايي کله چې د اتمې حوزې ته د قاتل د نیولو په اړه راپور جوړولو ته لاړل، د طالبانو د حوزې مسوولینو له راپور جوړولو منع کړل او د قاتل په اړه یې جزیات ورسره شریک نه کړل.
د کابل ځايي خبریالانو چې د امنیتي ستونزو له امله یې نومونه نشو لیکلی، افغانستان انټرنشنل ـ پښتو ته وویل چې د طالبانو کابل امنیه قومندانۍ ویاند هم د دې ويډیو د څرنګوالي او د ویډیو د کروالي په اړه خبرو ته حاضر نه شو.
دوی زیاتوي د طالبانو پلویان چې په بېلابیلو نومونو په ټولنیزو رسنیو کې فعالیت لري په داسې حالاتونو کې د عامه غبرګونونو د ارامو لپاره ناسم معلومات او جعلي ویډيوګانې د خپلې ډلې په ګټه او د تبلغاتو لپاره نشروي.
د کابل طبي پوهنتون استاد او د میوند کادري روغتون د جلدي څانګې پخوانی مشر پوهنوال ډاکټر غفار همدرد تېره اوونۍ کابل ښار کې ووژل شو، خو په اوله ورځ د کابل امنیه قومندانۍ ویاند په خپله اېکس پاڼه پيښه تایید کړه او ویې ویل، هغه کس یې نیولی چې چې د وژل شوي ډاکتر کورنۍ ورته ګوته نیولې ده.
خو له دې پيښې څو ورځې تیریږي اما تر اوسه د کابل امنیه قومندانۍ مسوولینو په دې تړاو له رسنیو سره کوم معلومات نه دي شریک کړي.