پاکستان، افغانستان سره د سیمهییزې سوداګرۍ او اتصال د ودې لپاره د ستونزو د حل غوښتنه کړې
پاکستاني چارواکو له افغانستان سره د خپلو اړیکو د دوام ژمنه کړې او له طالب پلاوي یې وغوښتل، چې د سیمهییزې سوداګرۍ او اتصال د ودې لپاره د پام وړ "ستونزې" هوارې کړي.
د پاکستان لنډمهاله لومړی وزیر انوارالحق کاکړ د اقتصادي همکاریو د سازمان په شپاړسمه سرمشریزه کې د ګډون لپاره ازبکستان ته له تګ وړاندې یوه خبري غونډه کې په کابل کې د طالبانو اداره د نومبر میاشتې د بریدونو په "اسانتیا" تورنه کړه.
له بلې خوا په وروستیو میاشتو کې د دواړو هېوادونو تر منځ اړیکي ترینګلي شوي او د پاکستان په وینا، د امنیتي لاملونو له مخې بې اسناده افغان کډوال خپل هېواد ته په جبري توګه باسي.
د چهارشنبې په ورځ د پاکستان د بهرنیو چارو لنډمهاله وزیر جلیل عباس جیلاني په اسلام اباد کې د کندهار د والي حاجي ملا شیرین په مشرۍ پلاوي سره وکتل او د سولې او امنیت تر څنګ یې د خلکو تر منځ د اړیکو په اړه هم سره خبرې وکړې.
د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت دفتر لهخوا له دغې لیدنې وروسته په خپور شوي بيان كې راغلي، چې د بهرنیو چارو وزير افغانستان سره د دوه اړخيزه اړيكو د دوام او د دغو ستونزو د هواري لپاره په خپلو غوښتنو یوځلې بیا ټینګار وکړ.
پاکستان په پام کې لري، چې منځنۍ اسیا د خپل بندري ښار ګواډر له نړۍوالو سمندري لارو سره ونښلوي او افغانستان د خپل جغرافیوي موقعیت له کبله د دې پروژې یوه مهمه برخه ده.