د سني عالمانو شورا مرستیال مشر اسلام اباد کې ووژل شو

د پاکستان د سني عالمانو شورا مرستیال مشر مولانا مسعود الرحمان عثماني نن د پلازمېنې اسلام اباد په غوري ټاون کې ووژل شو. امنیتي سرتېري وايي، نوموړی له خپل ډرایور سره ټپي شوی و، خو روغتون کې مړ شو.

د اسلام اباد پولیس وايي، د تورنو کسانو د نیولو هڅه کوي.

مولانا مسعود رحمان عثماني د صفاه صحابه یو مهم مشر هم دی او دا ډله د شیعه یانو مخالفه بلل کېږي.