د طالبانو د کابل والي: زمونږ په واکمنۍ کې لرغوني کلتورونه بیا را ژوندي شوي

‏د طالبانو د کابل والي وایي، د امنیت د خوندي کیدو له کبله په ټول افغانستان کې لرغوني کلتورونو او دودونو بیا راژوندي شوي او دا د طالبانو د واکمنۍ لپاره د ویاړ خبره ده.

د طالبانو د کابل والي ملا امین الله عبید د وزلوبې (بزکشۍ) د پنځم پړاو د پای لوبې مراسمو کې ویلي: « دا د طالبانو افتخارات دي، چې امنیت یې تامین کړی او د همدې امنیت له کبله ټول افغانستان کې لرغوني کلتورونه او دودونه بیا را ژوندي شوي دي.»

د نوموړي د وینا ویډيو د طالبانو تر کنترول لاندې ملي ټلویزیون د جمعې په ورځ (د مرغومې ۱۵مه)په اېکس ټولنیزې رسنۍ خپره کړې ده.

دغه طالب چارواکی په داسې حال دا څرګندونې کوي چې د خلکو په وینا د نورو زیاتو برخو په ګډون لرغونې کلتوري برخه هم د طالبانو په تېره دوه نیم کلنه واکمنۍ کې د ځلېدو پر ځای پیکه شوې؛ خو د کابل لپاره د طالبانو والي ټینګار کوي، چې دغې ډلې د لرغوني کلتور بیا را ژوندي کولو ته لومړیتوب ورکړی دی.

‏ملا امین الله عبید زیاته کړې، چې د طالبانو رهبري د ټولو څانګو پرمختګ ته ژمنه ده او په پراخه کچه د وزلوبې سیالیو ترسره کېدل د همدې تعهد ښکارندويي کوي.

دغه طالب چارواکی په داسې حال دا څرګندونه کوي، چې د دغو سیالیو لومړنی پړاو د پخواني ولسمشر محمد اشرف غني د واکمنۍ پر مهال تر سره شوی وو.

د وزلوبې پنځم پړاو غوره لیګ سیالۍ د مرغومۍ په ۵مه په کابل کې د ۱۲ ولایتونو تر منځ پیل شوې وې.

وزلوبه چې د افغانستان د لرغونو لوبو له ډلې څخه ده، شاوخوا شپږ کاله مخکې په افغانستان کې په رسمي توګه د دغه هېواد د اولمپیک د ملي کمېټې له خوا د یوې ملي لوبې په توګه ثبت او د وزلوبې فدراسیون رامنځته شو.