د پاکستان بلوچستان کې تر نورو صوبو د لوستو ښځو شمېر کم دی

AP ۱۴۰۲ مرغومی ۱۵

د پاکستان تعلیم وزارت وايي، د دغه هېواد په بلوچستان کې تر نورو صوبو د ښځو د لیک لوست کچه ډېره کمه ده.

د دې وزارت د احصایې له مخې، د بلوچستان ۳۶.۵ سلنه ښځې لوستې دي.

د دې صوبې د نارینه وو د لوست کچه هم تر نورو صوبو کمه او ۶۹.۵ سلنه ښودل شوې ده.

د تعلیم وزارت چارواکو نن په مشرانو جرګه یا سینټ کې وویل، چې پاکستان کې ۷۳.۴ سلنه نارینه او ۵۱.۹ سلنه ښځې لوستې دي.

د دې شمېرو له مخې، پښتونخوا کې ۳۷.۴ سلنه مېرمنې او ۷۲.۸ سلنه سړي لوستي دي.

همدارنګه سیند کې ۴۹.۷ فیصده ښځې او ۷۲.۹ سلنه سړي لوستي دي.

پنجاب د ۵۸.۴ سلنه لوستو ښځو او ۷۴.۲ سلنه سړیو لرلو سره تر نورو صوبو د تعلیم کچه زیاته ده.

د تېر کال د اپرېل د یوه راپور له مخې، په پاکستان کې په میلیونونه ماشومان د ښوونځیو د نشتوالي له امله له زدکړو بې برخې دي.

د پاکستان ولسمشر نږدې دوه اونۍ مخکې په یوه غونډه کې د دې ماشومانو د زدکړو لپاره غوښتنه وکړه چې جوماتونه دې د ښوونځیو په ډول وکارول شي.

نور خبرونه

رادیو