ريچارد بېنېټ په کابل کې د «بې حجابۍ» په تور د نیول شویو نجونو د خوشې کېدو غوښتنه وکړه

AP ۱۴۰۲ مرغومی ۱۵

د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړي راپور ورکوونکي ریچارډ بېنېټ په اېکس پاڼه لیکلي، په کابل کې د "بې حجابۍ" په تور د ښځو وروستي نیول چې د طالبانو له‌خوا منل شوي، په خواشینۍ سره د ښځو او د بیان پر ازادۍ نور محدودیتونه وضعه کوي او ورسره نور حقونه تر پښو لاندې کېږي.

هغه لیکلي:« دوی ټول باید سمدستي او بې له کوم شرطه خوشې شي.»

تېره ورځ د طالبانو د امر بالمعروف وزارت ویاند سیمه‌ییزو رسنیو ته منلې وه، چې د دوی ښځینه پولیسو دغه نجونې د بې حجابۍ په تور نیولې وې.

خو نوموړي دا نه وه منلې، چې ګواکې دغه نجونې او ښځې دې ناڅرګند ځای ته بیول شوې وي.

ورته مهال تېره ورځ د طالبانو ویاند د یوناما د هغه وروستي راپور پر وړاندې غبرګون وښود، چې د دغې ډلې له‌خوا په افغانستان کې خپل سري نیونې کیږي.

نوموړي د یوناما د دې غوښتنې په ځواب کې چې د «خپلسري نیولو» مخه ونیول شي، وویل چې هیڅوک په خپل سر نه دي نیول شوي.

ذبیح الله مجاهد وایي، چې د دغې ډلې کړنې "قانوني" دي او د "اسلامي شریعت د اصولو" پر بنسټ کېږي.

تر دې مخکې په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د مرستندویه پلاوي دفتر (یوناما) له طالبانو غوښتي و، چې د نجونو د تعلیم د ملاتړو په "خپلسري ډول نیول" بند کړي.

نور خبرونه

رادیو