د کراچۍ له زندانونو د ماشومانو په ګډون ۸۹ افغان کډوال خوشې شوي دي

AP ۱۴۰۲ مرغومی ۱۵

په کراچۍ ښار کې د طالبانو جنرال قونسل عبدالجبار تخاري په یوه یوېډیويي پيغام کې ویلي، چې د دغې قونسلګرۍ په هلو ځلو پرون پنجشنبه د مرغومي ۱۴مه د شپږو ماشومانو په ګډون ۸۹ تنه افغان کډوال د سند له زندانونو خوشې شوي او د چمن له لارې افغانستان ته لېږدول شوي دي.

ښاغلي تخاری په دغه ویډیويي پیغام کې ویلي، چې تر دې مهاله د سند له زندانونو ۳۱۴۲ تنه افغان بندیان خوشې شوي او لا هم نږدې ۳۰۰ تنه په زندانونو کې بې برخلیکه پراته دي.
له هغه مهاله چې د پاکستان لنډ مهالې ادارې په دغه هېواد کې د بې اسناده کدوالو د اېستلو پرېکړه کړې، د پاکستان په ډېرو برخو په تېره بیا په سند صوبه کې د افغانانو د نیولو لړۍ تونده شوه او ګڼ افغانان تر نیولو ربړولو وروسته د زندانونو د تورو تمبو شا ته اچول کېږي.
که څه هم چې طالب چارواکي ډېر ځله د پاکستان له زندانونو د افغان کدوالو په خوشې کولو کې د خپلو هلو ځلو خبرې کوي؛ خو په کراچۍ کې د بشري حقونو فعالان او د پښتون ژغورنې غورځنګ له‌خوا مدافع وکیلان وايي، چې دوی تل د پاکستاني چارواکو سره د افغان بندیانو په خوشې کولو کې مرسته او همکاري کړې او دغه لړۍ لا هم دوام لري.

نور خبرونه

رادیو