د پښتون ژغورنې غورځنګ: منظور پښتین له اډیاله زندان څخه نامعلوم ځای ته انتقال شوی دی

د پښتون ژغورنې غورځنګ د پنجشنبې په ورځ د خواله رسنې اېکس په یو پیغام کې ویلي، چې د پاکستان حکومت منظور پښتین له اډیاله زندان څخه یو ناڅرګند ځای ته لېږدولی دی.

په دغه پیغام کې ویل شوي، چې پښتین د راولپڼډۍ کې اډیاله زندان کې د حکومتي چارواکو له خوا نیول شوی او د ټولو قانوني رسمیاتو د بشپړولو سربیره نا څرګند ځای ته انتقال شوی دی.

یاد غورځنګ دغه کړنه د پاکستان د اساسي قانون خلاف کار بللی دی.

په دغه پیغام کې راغلي: “په پاکستان کې ظالمانه استعمار دوام لري.”

پښتین تر دې وړاندې هم د پاکستاني پولیسو له خوا په وار - وار نیول شوی و.‌

د پښتنو د ژغورنې لپاره راپورته شوي پښتین باندې د پاکستاني چارواکو له خوا بهرنیو هېوادونو سره د تړاو تور لګول شوی و.

د پښتون ژغورنې غورځنک مشر منظور احمد پښتین نېږدې یوه میاشت وړاندې د چمن د پولیسو له لوري هغه مهال ونیول شو، چې نوموړی د چمن له پرلت څخه د بلوچستان ایالت د تربت په سیمه کې د بلوڅانو په پرلت کې د ګډون په موخه یادې سیمې ته روان و.

د منظور پښتین د نیول کېدو په غبرګون کې د پښتون ژغورنې غورځنګ د پاکستان په ګډون په امریکا او اروپایي هیودانو کې لاریونونه تر سره کړل.