طالبان وایي له ایران سره په ګمرکونو کې دوه طرفه خدمتونه ۱۶ ساعته شول
![](https://i.afintl.com/images/rdk9umy0/production/b37689a6e4e85b1a48849dffd5a740a99f16cfc7-800x600.jpg?rect=0,75,800,450&w=992&h=558&fit=crop&auto=format)
د طالبانو مالیې وزارت وایي، د دې ډلې او ایران ترمنځ د هوکړې له مخې د دواړو هېوادونو ترمنځ سوداګرو ته ګمرکي خدمتونه ۱۶ ساعته شول. طالبان دا هم وايي چې د دواړو هېوادونو ترمنځ د سوداګریزو جوپو شمېر به تر دریو میاشتو نږدې دوه برابره شي.
د دې وزارت د خبرپاڼې له مخې: «هره ورځ د دواړو هیوادونو تر منځ په مساویانه ډول ۱۲ سوه بار محمولې تګ راتګ کوي، چي دا شمېر به شل ورځي وروسته ۱۵ سوه او درې میاشتي وروسته به دوه زره محمولو ته لوړ شي.»
طالبان وايي، د افغانستان لور ته د اسلام کلا، نیمروز او ابو نصر فراهي او د ایران لوري ته د درې مقابلو ګمرکونو سوداګرو ته ۱۶ ساعته خدمتونه وړاندي کولو سره بهپه افغانستان کي سوداګري لا وده وکړي او تر څنګ به یې سوداګرو ته زیاتي اسانتیاوي برابرې شي.
څو ورځې مخکې ایراني او طالب چارواکو اسلام کلا ته څېرمه د ایران په دوغارون ګمرک کې ناسته درلوده.
له هغې ناستې وروسته د خراسان رضوي د لویو لارو او ترانسپورت عمومي مشر د اسلام کلا پولې ته د ایراني لاریو پر ننوتلو شل ورځنی بندیز بېرته لېرې کړ.
جعفر شهامت ویلي، دغه هوکړه د دوغارون په پوله کې د طالبانو او ایراني پلاوي په ګډه غونډه کې شوې ده.
نږدې دوه میاشتې مخکې د ملا عبدالغني برادر اخوند په مشرۍ د طالبانو پلاويله ایران سره د اقتصادي همکارۍ پنځه سندونه لاسلیک کړل.
دا سندونه د ټرانسپورټ، ملکي هوايي چلن، کانونو، ازادو تجاري سیمو او د اصفهان اوسپنې کارخانې سره د همکارۍ په برخه کې دي.