اوچا: په پاکستان کې د مېشتو ۱.۳ مېلیونه بې اسناده افغانانو لپاره وضعیت لا کړکېچن شوی

AP ۱۴۰۲ مرغومی ۱۴

اوچا په خپل تازه خپور شوي راپور کې ویلي، چې د اکټوبر له درېیمې نیټې وروسته له پاکستانه افغانستان ته هره ورځ د بېرته ستنېدونکو کسانو شمېر کې د پام وړ زیاتوالی راغلی.

په دغه راپور کې راغلي، د بې اسناده کډوالو په تړاو د پاکستان له پرېکړې دمخه هره ورځ د بېرته ستنېدونکو کسانو شمېر شاوخوا ۲۶۰ کسان وو.

د راپور له مخې، له دغې پرېکړې وروسته په اکټوبر میاشت کې د بېرته ستنېدونکو کډوالو شمېر هره ورځ ۱۷۰۰۰ کسانو ته لوړ شو، چې د نومبر په پیلېدو او د ضرب الاجل په ختمېدو سره د دغو ستنېدونکو شمېر د ورځې ۲۵۰۰۰ ته نور هم لوړ شوی وو.

د دغه بېرته ستنېدنې لویه برخه د کندهار ولایت د سپین بولدک او د ننګرهار ولایت د تورخم له لارې ترسره کېږي.

د اوچا په وینا، د راستنېدونکو سره په مرکو کې دا جوته شوه چې د دغې پرېکړې له اعلان وروسته په پاکستان کې د افغانانو د نیولو له امله د ستنېدونکو کسانو شمېر زیات شوی دی.

اوچا وایي، وضعیت د هغو بې اسنادو لپاره په زیاتیدونکې توګه کړکېچن شوی چې اټکل کېږي ۱.۳ مېلیونه یې اوس په پاکستان کې مېشت دي.

راستنیدونکي کورنۍ د خوړو، روغتیا، نغدې پیسې، غیر خوراکي توکي او رواني ټولنیز ملاتړ په ګډون بېړنیو مرستو ته اړتیا لري.

د دغه روان کړکېچ په ځواب کې په پاکستان او افغانستان کې یونیسېف، اېن ار سي، ډي ار سي، د خوړو نړۍوال پروګرام، د کډوالۍ نړۍوال سازمان، د روغتیا نړۍوال سازمان او یو اېن اېف پي اې سره یوځای شوي؛ ترڅو د پولې په اوږدو کې یوه ګډه کمېټه جوړه کړي.

په پاکستان کې د ملګرو ملتونو عالي کمېشنرۍ استازې فیلیپا کېنډل ویلي:« افغانستان ته د ډله‌ییزو کډوالو راتګ روان بشري ناورین ته وده ورکوي؛ ځکه چې د ژمي سړو سره دغه ناورین پیلیږي.»

په ځینو ځایونو کې د تودوخې درجه دمخه -۴ سانتي ګراد ته رسېدلې، چې ورسره د ښځو او ماشومانو په ګډون زیان منونکي ډلې د مناسبې سرپناه پرته د ژوند ګواښونکو شرایطو سره مخامخ دي.

پاکستاني چارواکي لاهم ټینګار کوي، چې په دغه هېواد کې به د بې اسناده بهرنیانو د اېستلو لړۍ ته دوام ورکړي، چې اوس‌مهال هم په منظمه توګه روانه ده.

نور خبرونه

رادیو