کاکړ ته بلوڅ زده کوونکي: د پاکستان چلند له بلوڅانو سره لکه د اسراییل چلند له فلسطین سره دی
د بیکن هاوس نړۍوال پوهنتون یو شمېر بلوڅ زده کوونکو د پنجشنبې په ورځ په بنو کې د پاکستان له لومړي وزیر سره په لیدنه کې له بلوڅانو سره د حکومت چلند د اسراییل او فلسطین له حالاتو سره پرتله کړی، چې بلوچستان یې فلسطین او پاکستان یې اسراییل ښودلی.
د دغه پوهنتون یوه زده کوونکي نجف عباس د بلوڅانو د ورکېدو موضوع یاده کړه او په اړه یې لومړي وزیر ته معلومات ورکړل.
عباس وویل، چې پاکستان له بلوڅانو سره اسراییلي برخورد کوي او دا چاره ورته د زغم وړ نه ده.
د عباس څرګندونو په ځواب کې د پاکستان لومړي وزیر انورالحق کاکړ په ټینګار سره وویل، چې د پاکستان مشروعیت د نړۍ د اکثریت هېوادونو له خوا د یوه دولت په توګه په رسمیت پېژندل کیږي او د نړۍوالو اصولو پر بنسټ د تاوتریخوالي د کنټرول حق د پاکستان، هند او نورو په څېر مشروع دولتونو ته ورکړل شوی دی.
کاکړ د ورکو کسانو د شمېر په اړه د ملګرو ملتونو اټکل شوی شمېر مبالغه وبلله.
کاکړ په بلوچستان کې د بي ال اې، بي ار اې او بي ال اف په څېر وسله والو ډلو ته په اشارې سره وویل، چې دغه ډلې د قوم، رنګ او د خلکو په نښه کولو کې د سیمې امنیت ګډوډ کړی.
د بلوچستان د ازادۍ پوځ په نوم د پاکستان مخالفه وسلواله ډله وايي، چې د دغه هېواد پر ضد یې په ۲۰۲۳ کال کې ۲۴۲ وسلوال بریدونه کړي.
دې ډلې نن ویلي؛ په دغو حملو کې یې نهه ځانګړي عملیات او ۲ هم ځانمرګي بریدونه شامل دي، چې پکې د پاکستان ۱۷۱ سرتېري وژل شوي ۲۵۱ نور ټپي شوي دي.
کاکړ د دولت له کړنو څخه په کلکه دفاع وکړه او ټینګار یې وکړ چې د امنیت تامین او د تاوتریخوالي د خپروه وونکو ډلو مخه نیول د حکومت مهم مسوولیت دی.
بلخوا، د بلوڅو لاریون والو پرلت چې له تېرو څو ورځو راهیسې د اسلام اباد پریس کلب مخې ته روان دی، ښځې، ماشومان او د زاړه عمر لرونکي کسان برخه پکې لري.
د بلوڅانو دغه لاریون د تېر نومبر په میاشت کې هغه مهال پیل شو چې د بلوچستان په تربت کې د پولیسو له لوري د بالاچ بلوڅ په نوم یو ځوان د پولیسو په زندان کې د ځورونې له امله ووژل شو خو پولیسو په هغه تور پورې کړ چې چاودېدونکي توکي یې له ځان سره لرل.