پاکستان ته د طالب چارواکو سفر سره هم‌مهاله، په دغه هېواد کې د افغانانو ځورول ډېر شوي

AP ۱۴۰۲ مرغومی ۱۴

پاکستان ته د ملا شیرین په مشرۍ د یوه لوړپوړي چارواکي سفر او د دواړو هېوادونو ترمنځ د شته ستونزو د هوارۍ په موخه خبرو اترو سره هم‌مهاله، د پاکستان په بېلابېلو لویو ښارونو کې د افغانانو ځورول بیا ډېر شوي.

له تېرو دوو ورځو راهیسې په پېښور او اسلام اباد کې پولیس په بېلابېلو پلمو افغانان دروي او د پاسپورټ او ویزو غوښتنه ترې کوي.

تېره ورځ د اسلام اباد بي ۱۷ ښارګوټي کې یو ځل بیا پولیس کور په کور ګرځېدل او له افغانانو یې اسناد غوښتل.

په بي ۱۷ ښارګوټي کې مېشت افغانان وایي، پولیس هغه افغانان چې د ویزو وخت یې ختم شوی و، له ځانه سره یوړل.

له بلې خوا په پېښور کې تېره ورځ په سړکونو ګڼ شمېر پولیس راوتلي وو او په هر تمځای کې یې نارینه درول او له هغو یې د اسنادو پوښتنه کوله.

ورته مهال پاکستاني چارواکي وایي، چې د بې اسناده افغانانو د اېستلو لړۍ لا هم په منظمه توګه روانه ده؛ خو ځینې افغانان بیا وایي، چې د صوبې چارواکو دوی ته درې میاشتې وخت ورکړی چې دلته پاتې کېدای شي، اوس‌مهال یوه میاشت تېره شوې او دوه نورې میاشتې یې لا پاتې دي.

خو د دوی په وینا کېدای شي، چې د دوو میاشتو په ترڅ کې دوی له دغه هېواده و اېستل شي ځکه دوی وايي چې تراوسه ورسره نه دي مخامخ شوي او تر اوسه له پولیسو په پټه ګرځي.

له بل پلوه اوچا هم نن یو راپور خپور کړی او ویلي یې دي، چې په پاکستان کې د مېشتو ۱.۳ مېلیونه بې اسناده افغانانو وضعیت لا کړکېچن شوی.

په پاکستان کې د ملګرو ملتونو عالي کمېشنرۍ استازې فیلیپا کېنډل وویل:« افغانستان ته د ډله‌ییزو کډوالو راتګ روان بشري ناورین ته وده ورکوي؛ ځکه چې د ژمي سړو سره دغه ناورین پیلیږي.»

ورته مهال په اسلام اباد کې د طالبانو سفارت ویلي، چې د افغانستان او پاکستان تر منځ د همغږۍ د ګډې کمېټې شپږمه ناسته ترسره شوه.

دغه سفارت په اېکس پاڼه لیکلي، چې د دفاع وزارت او د طالبانو د استخباراتو د ستراتیژېکې برخې مشر د کندهار د سرپرست والي ملا شیرین سره یو ځای په دغه غونډه کې برخه واخیسته.


د طالبانو د سفارت په اېکس پاڼه کې دا هم راغلي، چې په دغې ناسته کې د ډیورند د کرښې په دواړو غاړو کې د شته ستونزو په هوارولو او د کرښې دواړو غاړو ته د پرتو خلکو لپاره د اسانتیاوو په برابرولو هم خبرې اترې وشوې.

نور خبرونه

رادیو