ترکي رسنۍ: د ترکیې سمندري ځواکونو لسګونه افغان او ایراني کډوال ژغورلي

AP ۱۴۰۲ مرغومی ۱۳

د ترکیې سمندري ځواکونو د چناق کلا ښار په سواحلو کې د څه باندې سلو افغانانو او ایراني کډوالو د ژغورلو خبر ورکړی.
د ترکي رسنیو د راپور له مخې؛ په دغه سیمه کې ۱۰۱ کسان په درېیو جلا - جلا عملیاتو کې ژغورل شوي دي.

دغه کډوال ترهغه وروسته د ترکي سمندري ځواکونو له لوري وژغورل شول، چې د یونان پولیسو دوی راګرځولي وو.
دغو رسنیو د سې شنبې په ورځ (د مرغومې ۱۲مه) ویلي، چې د شمال اژې سمندر ساحلي ساتونکو د یوه عملیات په ترڅ کې ۳۲ هغه کډوال ژغورلي چې بېړۍ یې ماته شوې وه او د ایواجیک سیمې په سواحلو کې له لارې څخه وتلي وو.
په یاده سیمه کې ۳۰ افغان کډوال بیا په یوه بل عملیات کې هغه وخت وژغورل شول، چې دوی هم د یوناني پولیسو له خوا ګرځول شوي وو.
د راپورونو له مخې؛ پاتې نور کډوال بیا په درېیم عملیات کې د ترکي سمندري ځواکونو له خوا د ایواجیک سیمې په سواحلو کې ژغورل شوي دي.
د راپورونو له مخې؛ دغه پناه غوښتونکي تر ژغورلو وروسته د ایواجیک مرکزونو ته سپارل شوي دي.
دا په داسې حال کې ده، چې د ترکیې سمندریزو ساتونکو د چهارشنبې په ورځ د مرغومې ۱۳مه په اېکس پاڼه کې لیکلي و، چې په تیره یوه میاشت کې د ترکیې په اوبو کې ۷ زره او ۷۳۱ کډوال نیول شوی دي.

نور خبرونه

رادیو