فعالانې: طالبانو په کابل کې نجونې تښتولې خو څوک یې پر وړاندې غږ نه پورته کوي

AP ۱۴۰۲ مرغومی ۱۳

د طالبانو له خوا په کابل کې د ځوانو نجونو نیول له څو ورځو راهیسې د یو شمېر ښځینه فعالانو او په ټولنیزو رسنیو کې پراخ غبرګونونه راپارولي دي.
ښځینه فعالانې وايي، چې د طالبانو د دا ډول اعمالو پر وړاندې چوپتیا له خپل حق څخه تېرېدل دي.

د ښځو د حقونو یو شمېر فعالان، خبریالان او شنونکي د کابل په لوېدیځ او یو شمېر نورو سیمو کې د نجونو نیول زړه بوږنوونکی بولي او د هغوی له کورنیو غواړي چې باید غږ پورته کړي.
د ښځو د حقونو فعالې ماریا محب له افغانستان انټرنشنل - پښتو سره په خبرو کې د ځوانو نجونو د نیولو په غبرګون وویل؛ افغانې نجونې هیڅکله بې حجابه نه دي چې په دې پلمه یې طالبان ونیسي.
نوموړې وایي: "نجونې تل ښوونځیو، پوهنتونونو، ښار او بازار ته په حجاب کې تللي، طالبان سره له دې، چې ښځې له محرم پرته هېڅ یوه فعالیت یا ګرځېدو ته نه پرېږدي په کوم حق پیغلې نجونې نیسي او داسې ځای ته یې بیایي چې کورنۍ یې ورباندې خبر نه وي."
په کابل کې یو شمېر نجونې وایي، چې طالبانو له جمعې ورځې را په دېخوا یو ځل بیا د دوی په خوښه د طالبي حجاب موضوع جدي نیولې ده او ډېر شمېر نجونې یې د کابل په لویدیځ او څو سوداګریزو مرکزونو کې نیولې دي.
د ښځو د حقونو یوه بله فعاله فوزیه وحدت وایي؛ هغه نجونې چې د طالبانو له خوا نیول شوي تر اوسه د هغوی برخلیک معلوم نه دی او دا موضوع د اندېښنې وړ ده.
د نوموړې په خبره؛ طالبان هڅه کوي له ښځو څخه د سیاسي ابزار په توګه کار واخلي تر څو د نړۍوالې ټولنې پام ځان ته را وګرځوي.
میرمن وحدت وایي: " ښځې او نجونې د نارینه و لپاره د ضعف ټکی دی او طالبان له ښځو څخه په استفاده سره غواړي په کورنیو فشار راوړي چې په یو شکل د خلکو غږ پورته شي."
د افغان فلم پخوانۍ مشرې صحرا کریمي کابل کې د نجونو د نیول کېدو په غبرګون کې پر اېکس ټولنیزه پاڼه لیکلي، چې ځینو ښارونو او د کابل په لویدیځ کې نجونې په پراخه کچه "تښتول" کېږي او د افغانستان خلک هم له دې مسالې خبر دي؛ خو هیڅوک حتا د دغو نجونو کورنۍ د دې جرئت نه لري، چې د طالبانو د دغه ظلم پر وړاندې ودریږي.

طالبانو واک ته له رسېدو وروسته د افغانستان په هره برخه کې ګڼ شمېر ښځې او نجونې د حجاب د نه اغوستلو له امله نیولي، شکنجه کړې او زنداني کړې دي.
په وروستیو اونیو کې په لویو ښارونو او په ځانګړې توګه کابل کې د ښځو له خوا د حجاب د نه مراعاتولو له امله پر ښځو فشارونه زیات شوي دي.
د طالبانو د امربالمعروف وزارت چې د ښځو په وړاندې تر ټولو زیات فرمانونه صادروي، د دغو نیونو په سر کې دي.
تر اوسه د نیول شویو نجونو برخلیک روښانه نه دی او طالبانو هم په دې اړه څه نه دي ویلي.

نور خبرونه

رادیو