یوناما: طالبان دې په خپل سر د نجونو د زدکړو ملاتړي نه نیسي

AP ۱۴۰۲ مرغومی ۱۳

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو مرستندویه دفتر یا یوناما په دغه هېواد کې د هغو مدافعانو پر نیولو اندېښنه ښودلې چې د نجونو د زدکړو ملاتړ کوي.

دغه دفتر د چارشنبې په ورځ په خپل اېکس کې د یوې اعلامیې په خپرولو سره له طالبانو وغوښتل چې په خپلسري ډول د دوى له نيولو لاس واخلي.

یوناما ټینګار کوي، چې باید د کورنیو، وکیلانو، پاملرنې او قانوني حقونو ته درناوی وشي.

د ملګرو ملتونو د سرمنشي دفتر د احمد فهیم عظیمي، د پوهنې فعال صدیق الله افغان او د ښځو د حقونو فعالې منیژه صدیقي پر نیول کېدو اندېښنه ښودلې ده.

یوناما د دغو فعالانو د خلاصون غوښتنه کړې ده.

طالبانو د نجونو د زدکړو ملاتړي احمد فهیم عظیمي او صدیق الله افغان او د افغان نجونو د روباټیک ټیم همکاران په دې تور نیولي چې د روباټیک ټیم له نجونو سره یې د تلې په ۲۵مه مرسته کړې چې له هېواده ووځي.

دغې ډلې د تلې په ۱۷مه د ښځو د حقونو فعاله منیژه صدیقي نیولې وه.

تر اوسه د دغو فعالانو د برخلیک په اړه څه نه دي ویل شوي.

وروسته له هغه چې طالبان د ۱۴۰۰ کال د زمري په ۲۴ نېټه واک ته ورسېدل، دغې ډلې په مدني ازادیو او په ځانګړې توګه د ښځو پر فعالیتونو پراخ محدودیتونه ولګول.

د طالبانو د رهبر لخوا پر ښځو د محدودیت لګولو فرمانونو د ښځو د فعالانو پراخ اعتراضونه راپارولي او په تېرو دوو کلونو کې دغو فعالانو د خپلو غوښتنو د تحقق لپاره اعتراضي حرکتونه جوړ کړي دي.

د سړکونو په سر لاریونونو او همدارنګه په تړلو سیمو کې د انفرادي او ډله ایزو مظاهرو وروسته، طالب وسله والویو شمېر لاریون کوونکي ونیول.

نور خبرونه

رادیو