د مذهبي چارو وزیر: په پاکستاني پاسپورټونو او شناختي کارډونو د افغانانو حج ته تلل بند شوي

AP ۱۴۰۲ مرغومی ۱۳

د پاکستان د مذهبي چارو وزیر انیق احمد وايي، افغان کډوال چې په پاکستاني پاسپورټونو حج ته تلل، د دوی ټولو شناختي کارډونه تړل شوي دي.

تر دې وړاندې هم د پاکستان نادرا ادارې ویلي و، چې د افغانانو ټول شناختي کارډونه باید راټول شي او دوی به خپل هېواد ته ستانه کړای شي.

د پاکستانۍ رسنیو د راپورونو له مخې، په تېرو وروستیو کې په جعلي توګه افغانانو ته د شناختي کارډونو په جوړولو کې یوشمېر ښکېل کسان نیول شوي هم دي.

پاکستان د افغان کډوالو پر وړاندې دغه پرېکړه د اکټوبر په میاشت کې له هغه وروسته وکړه، چې دغه هېواد کې تاوتریخوالی زیات شو او د هر ترهګریز برید ګوته یې د افغانانو خواته ونیوله؛ خو طالبانو تل دغه تورونه رد کړي دي.

نور خبرونه

رادیو