لسګونه کډوال په جبري توګه له پاکستانه اېستل شوي

AP ۱۴۰۲ مرغومی ۱۳

د طالبانو د کډوالو چارو وزارت ویلي، چې د سه شنبې په ورځ ۲۹ کورنۍ په جبري توګه له پاکستانه، افغانستان ته ستنې شوې دي.
د طالبانو د کډوالو او ستنېدونکو چارو وزارت پر خپله اېکس پاڼه لیکلي چې، د سه شنبې په ورځ د (مرغومي ۱۲مه) ۱۳۸ افغان کډوال له پاکستانه په جبري توګه ستانه شوي.

دغه وزارت د ننګرهار ولایت د کدوالو چارو ریاست په حواله لیکلي چې، ۲۹ کورنۍ چې د غړو شمېر یې ۱۳۸ تنه دی، په جبري توګه له پاکستانه اېستل شوي او د تورخم له لارې افغانستان ته ستانه شوي دي.
په ورستیو اونیو کې د پاکستان له لورې په جبري توګه د افغان کډوالو اېستل یو څه کم شوي.
بل خوا د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد له طلوع‌نیوز سره په خبرو کې ویلي چي، د پاکستان له لورې د افغان کډوالو د اېستلو لړۍ کمه شوې.
ذبیح الله مجاهد ویلي، د پاکستان د لنډ مهالي حکومت ژمنه کړې وه چې په جبري توګه به د افغان کډوالو د اېستلو په برخه کې فشارونه کم کړي:« تر دې مهاله چې هغوی کومې ژمنې کړې دي هغه دا دي چې، نور به پر کډوالو فشار نه راوړي او د کډوالو وضعیت به نورمال ساتي او دا ژمنې دوی خپله کړي او موږ هم بیا کوم نوی فشار نه دی لیدلی.»
د پاکستان حکومت ویلي وو، چې د ۲۰۲۴ میلادي کال د لومړۍ میاشتي تر ورستیو ورځو به له پاکستانه شاوخوا یو میلیون هغه افغان کډوال بېرته افغانستان ته واستوي، چې په دغه هېواد کې د اوسېدو قانوني اسناد نه لري.

نور خبرونه

رادیو