افغان کډوال: هیله من یو چې په پاکستان کې د راتلونکي منتخب حکومت سره زموږ ستونزې راکمې شي

AP ۱۴۰۲ مرغومی ۱۲

د پاکستان د ټاکنو په درشل کې ګڼ افغانان هیله من دي، چې د ټاکنو له ترسره کېدو وروسته به په پاکستان کې داسې یو حکومت رامنځته شي چې د دغه هېواد پارلمان او سیاسي ګوندونو ته ځواب ورکونکی وي.

دغه افغانان وايي له هغه مهاله چې په پاکستان کې پارلمان ړنګ شوی، لنډ مهاله ادارې د دوی پر وړاندې ستونزې زیاتې کړې، او د دوی انساني او د کدوالۍ حقونه یې تر پښو لاندې کړي.

د افغانستان د پوځ یو پخوانی افسر ډګروال عبدالله چې دا مهال په اسلام اباد کې ژوند کوي افغانستان انټرنشنل پښتو ته یې وویل: «کله چې په یو هېواد کې پارلمان نه وي چې د حکومت پر چارو او تګلارو نظارت وکړي، نو حکومت هم کولای شي پخپل سر داسې کارونه وکړي چې ورته نه ښايي، دا ځکه چې د څارنې او نظارت ډله نه وي. پر موږ افغانانو په دې وروستیو کې همداسې وشول، هم یې له دغه هېواده د ټولو نړیوالو قوانینو پر خلاف وویستلو او هم یې زموږ شتمنۍ راځینې یرغمل ونیولې.»

د عبدالله په څېر ګڼ نور افغان کډوال هم وايي چې په تېرو څلورو لسیزو کې له افغانانو سره په پاکستان کې دومره تاوتریخوالی نه و شوی، لکه په دې وروستیو څو میاشتو کې چې وشو. محمد نعیم چې په راولپنډۍ ښار کې هټیوال دی وايي له ځلورو لسیزو دلته اوسیږي او همدلته زیږیدلی هم دی، خو په خبره یې چې په تېرو وروستیو میاشتو کې چې هغه د افغانانو پر وړاندې د پاکستاني چارواکو کوم چلند ولید دا بیساری و، نوموړی زیاته کړه: «زه له دېرشو کلو په راولپنډۍ ښار کې دوکانداري کوم، دلته موږ د دغه ځای له خلکو سره د وروڼو په څېر ژوند تېر کړی، زموږ مړی ژوندی، ښادي او غم مو سره شریک دي، موږ او دوی سره ډېرې خپلوۍ هم کړې، خو له هغه وخته چې موقت حکومت واک ته رسیدلی داسې زور زیاتی یې له افغانانو سره پیل کړی چې په تاریخ کې یې ساری نه درلود، له دې نه داسې ښکاري چې دا حکومت سر بخوده حکومت دی او هیچا ته هم ځواب ورکونکی نه دی.»

تر دې وړاندې په پاکستان کې یو شمېر سیاستوالو او د بشري او مدني حقونو فعالانو هم د پاکستان پر لنډ مهاله ادارې تور پورې کړی و چې ګواکې له افغانانو سره د دوی پیل کړی زور زیاتی د نړیوالو قوانینو ښکاره سرغړونه ده او له حکومته یې په کلکه غوښتنه کړې وه چې له دغسې چارو دې لاس په سر شي.

په اسلام اباد کې مدني فعال احساس خټک وايي، په جمهوریت کې هر څه د پارلمان او د خلکو د منتخبو استازو له خوا کنټرولیږي، خو په موقته اداره کې بیا چې پارلمان هم نه وي، نو هر څه پخپل سر روان وي، هغه افغانستان انټرنشنل پښتو ته د خپلو خبرو په دوام زیاته کړه: «له هغه مهاله چې د افغان مهاجرینو سره دغه ظلم شروع شوی دی، موږ په وار، وار د پاکستان ادارو ته خواست کړی چې له دغه زور زیاتي نه لاس واخلي او هغه خلک دې نه تنګوی چې د بدو حالاتو په وجه دلته راکډه شوي، خو دا چې موږ پارلمان نه لاره او نور هم دلته حالات داسې راغلل لکه مارشالایي نظام نو موږ هم بې وسه پاتې شو، زه امیدوار یم که چېرته بیا منتخب حکومت راځي او پارلمان ورسره په څنګ کې وي بیا نو د دغسې خپلسریو مخه نیوله کیږي.»

له هغه مهاله چې د نومبر په میاشت کې د پاکستان لنډ مهاله ادارې د بې اسناده کدوالو د ایستلو پرېکړه وکړه هره ورځ به یې زرګونه افغانان تر نیولو ربړولو وروسته زندانونو ته استول او په ډله ییزه توګه به یې افغانستان ته لیږل چې دغه لړۍ لا هم روانه ده، خو تر ټولو ځورونکی حالت دا و چې له دغو کدوالو سره یې د هغوی شتمني هم نه پریښوده، چې دې کار د نړیوالو ادارو او د بشري حقونو د فعالانو نیوکې هم راوپارولې.

خو په ټوله کې افغان کډوالو له طالب چارواکو سر ټکاوه چې دوی له ډيپلوماټیکو لارو کار وانه خیست او نه یې هم د افغانانو د خواخوږۍ په پار داسې پلاوي اسلام اباد ته راواستول چې د خپلو خلکو د حقونو پوښتنه وکړي، هغوی یوازې د خبرپاڼو په خپرولو او تشو نارو سورو بسنه وکړه.

دمګړۍ شاوخوا ۴۵۵ زره او ۶۵۵ تنه افغانان له پاکستانه ایستل شوي او د افغانستان په بېلابېلو سیمو کې میشت شوي دي چې ډېر یې کورونه او مېنې نه لري او د ژمي سختې ورځې شپې تېروي.

نور خبرونه

رادیو