ټربیون: د ملا شیرین په مشرۍ د طالبانو یو پلاوی د خبرو لپاره پاکستان ته سفر کوي
پاکستانۍ رسنۍ اېکسپرېس ټربیون لیکلي، چې د کندهار د والي ملا شیرین اخند په مشرۍ د طالبانو یو پلاوی به د جنورۍ په درېیمه پاکستان ته سفر وکړي؛ چې د دواړو ګاونډیو هېوادونو ترمنځ د زیاتېدونکي کړکېچ د کمولو لپاره نوې هڅې وکړي.
دغه لېدنه د دواړو خواوو د لوړپوړو چارواکو کچې لومړنۍ لیدنه ده.
پاکستان په اصل کې د افغان طالبانو له حکومت سره د لوړې کچې خبرې اترې د ټيټيپي او هغې سره د تړلو نورو ډلو د ځپلو یا مهارولو کې د کابل د ناکامۍ له امله ودرولې.
په وروستیو میاشتو کې پاکستان په کلکه نیوکه کړې، چې ټيټيپي د پولې هاخوا ترهګریزو بریدونو لپاره د افغانستان خاوره کاروي.
اسلام اباد اوس په ښکاره د کابل رژیم د پاکستان دښمنانو ته په پناه ورکولو تورن کړی دی.
ټاکل شوې، چې ملا شیرین اخند به د افغانستان لپاره د پاکستان د ځانګړي استازي اصف دراني په ګډون له لوړ پوړو پاکستاني چارواکو سره وګوري.
د سرچینو په وینا، د خبرو اترو لومړنی تمرکز به د ټيټيپي په نښه کول وي.
د پاکستان یوه جګپوړي چارواکي د دوشنبې په ورځ اېکسپرېس ټربیون ته ویلي، چې پاکستان سخت دریځ خپل کړی او د دې ترهګرې ډلې سره د تعامل هوډ نه لري.
دغه چارواکي ټینګار وکړ:« زموږ غوښتنه روښانه ده. افغان طالبان باید د پاکستان پر ضد د ټيټيپي د بریدونه مخه ونیسي.»
داسې انګېرل کېږي، چې د افغان طالبانو د مشر د جګپوړي مرستیال هدف دا دی چې پاکستان د ستونزې په هواري کې د کابل رژیم د جديت په اړه قانع کړي.
د افغان طالبانو حکومت د بېلابېلو لاملونو له مخې د ټي ټي پي پر ضد له هر ډول اقدامه ډډه کوي. پر ځای یې کابل له پاکستانه غوښتي، چې له ترهګرو ډلو سره خبرې وکړي.