روسي پولیسو د نوي میلادي کال په شپه زرګونه کډوال نیولي دي

AP ۱۴۰۲ مرغومی ۱۲

د روسیې پولیسو د نوي میلادي کال د جشن په شپه زرګونه کډوال د بېلابېلو جرمونو په تړاو نیولي دي.
د روسیې د دولتي رسنۍ ریا د راپور له مخې؛ یوازې ۳۰۰۰ کسان د دغه هېواد په سن‌پترزبورګ ښار کې نیول شوي دي.

د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین څه موده مخکې ویلي وو، چې دغه هېواد اوسمهال د یو شمېر اسیایي هېوادونو د څه باندې ۱۰ میلیونه کاریګرو کوربه دی.
افغانان د روسیې د کډوالو لویه برخه جوړوي.
ریا رسنۍ د نیول شویو کسانو په اړه دا نه دي ویلي، چې دغه نیول شوي کډوال د کومو هېوادونو دي.
د راپور په وینا؛ شاوخوا ۶۰۰ کسانو د کډوالۍ قانون نقض کړی او څه باندې ۱۰۰ کسان د اېستلو له ګواښ سره مخ دي.
داسې ویل کیږي، چې د یو شمېر نیول شویو کسانو پر وړاندې جنایي دوسیې پرانیستل شوې دي.
د ازبکستان، تاجکستان، قرغیزستان او ارمنستان په ګډون د مرکزي اسیا هېوادونو ډېری اوسېدونکي د کار په لټه روسیې ته کډوال کیږي او ډېری افغانان هم په روسیه کې ژوند او کار کوي.

نور خبرونه

رادیو