جان اڅکزی: د چمن د پرلت تر شا بل څه روان دي

AP ۱۴۰۲ مرغومی ۱۲

د بلوچستان د اطلاعاتو سرپرست وزیر وايي، د چمن پرلت د بې روزګاره ځوانانو د حقونو، د سوداګرۍ اندېښنې او په سیمه کې د کلیو د ویشلو په اړه نه دی، بلکې د شخصي ګټو د بقا لپاره روان دی.

نژدې دوه نیمې میاشتې پوره کېدونکې دي چې د سوېلي پښتوخوا په چمن ښار کې ډیورنډ کرښې ته څېرمه زرګونو سیمه ییزو خلکو د پاکستان د هغې پرېکړې په غبرګون کې پرلت وهلی چې د سپین بولدک ـ چمن پر دروازه دې تګ راتګ په پاسپورټ وشي.

خو د پاکستان د لنډ مهالي حکومت بلوچستان ایالت د اطلاعاتو وزیر جان اڅکزي د سې شنبې په ورځ د (مرغومي ۱۲مه) پر خپله اېکس پاڼه لیکلي چې، د چمن د پرلت تر شا بل څه روان دي.

نوموړي لیکلي، «د چمن پرلت د بې وزګاره ځوانانو د حقونو، د سوداګرۍ اندېښنو او په سیمه کې د کلیو د ویشلو په اړه نه دی، بلکی دا پرلت د غیرې رسمي اقتصاد په توګه د ځواکمنو شخصي ګټو د بقا لپاره دی.»

همدارنګه نوموړي تېره ورځ په یوه خبري کنفرانس کې رسنیو ته په ۲۰۲۳ کال کې د پاکستان حکومت له لوري دغه هیواد ته پر داخلیدو د پاسپورټ د جبري کیدو د پرېکړي هر کلی کړی دی. «الحمدالله چې په ۲۰۲۳ کال کې د پاکستان حکومت خپله پرېکړه حتمي کړه چې نور څوک نه شي کولی چې پاکستان ته د پاسپورټ پرته داخل شي. او همدارنګه موږ به په چمن کې بې وزګاره ځوانانو ته د میاشتې شل شل زره کلدارې ورکوو.»

د بلوچستان د اطلاعاتو وزیر پر داسې مهال یادې څرګندونې کړې چې، په چمن کې له تېرو څه د پاسه ۷۰ ورځو راهیسې د سپین بولدک ـ چمن پر دروازه د پاسپورټ د جبري کیدو په غبرګون کې د دې سیمې خلکو پرلت وهلی او پرلت وال وايي تر څو چې پاکستان خپله پرېکړه نه وي اخیستې خپلو اعتراضونو ته به دوام ورکوي.

نور خبرونه

رادیو