پرلت کوونکي: سپین بولدک-چمن زموږ د پښتونولۍ، افغانیت او خپلولۍ په دروازه پاسپورټ نه منو

AP ۱۴۰۲ مرغومی ۱۱

د چمن پرلت کوونکو د میلادي کال وروستۍ شپه تر شنه اسمان لاندې روڼه کړه. او د تېرو دوه نیمو میاشتو په څېر یې تېره شپه هم د سپین بولدک ـ چمن پر دروازه د پاسپورټ د جبري کېدو په غبرګون کې د پاکستان حکومت د پرېکړي پر ضد شعارونه ورکول.

د چمن پرلت کوونکي وايي، پر دغه دروازه د پاسپورټ منل د خپلوانو بېلول دي.

د پرلت د مرکزي کمیټې غړی حمیدالله پهلوان وايي: «موږ په چمن کې پر ډیورنډ کرښه پاسپورټ نه منو، موږ غواړو د پخوا په شان پر افغان تذکره او شناختي کارټ له کوټې تر کندهاره تګ راتګ وکړو. د سپین بولدک ـ چمن پر دروازه زموږ د پښتونولۍ، افغانیت، خپلولۍ او اقتصاد مسله ده او موږ پر دغه مسایلو د پاکستان د پرېکړه لپاره نه قرباني کوو.»

پرلت کوونکي وايي، د نوي میلادي کال لومړۍ شپه یې د اعتراض په ډول تر شنه اسمان لاندې تېره کړه.

بل خوا د چمن لغړي اتحاد مشر غوث الله وايي، د پرلت د له منځه وړلو لپاره د پاکستان حکومت د پرلت د مرکزي کمیټې پر ګڼو غړو قضیې ثبتې کړې دي خو پرلت وال به هیڅکله له خپلو غوښتنو څخه پر شا نه شي.

غوث الله وايي: « ډیر پلانونه یې راته جوړ کړل، قضیې یې راباندې ثبت کړې خو موږ تر هغو پرلت نه ختموو تر څو چې د پاکستان حکومت د پاسپورټ جبري کېدو پرېکړه وانه خلي. نور مو د صبر کاسه ډکه ده نور موږ خپل سوله ییز اعتراض ممکن پای ته ورسوو او بیا چې مو هر څه وکړل مسوولیت یې د پاکستان حکومت په غاړه دی.»

د چمن پرلت، د سپین بولدک ـ چمن پر دروازه د پاکستان د حکومتله لوري د پاسپورټ د جبري کېدوپه غبرګون کې ۷۴ ورځې وړاندې پیل شو.

له تېرې ورځې راهیسې د سوېلي پښتونخوا چمن ښار کې د چمن پرلت په ملاتړ کار بندیز اعلان شوی، خو د نږدې دوه نیمو میاشتو په تېرېدو سره هم د پاکستان حکومت د چمن پرلت والو غوښتونو منلو ته غاړه نه ده ایښې.

نور خبرونه

رادیو