مدرسه جوړونه؛ طالبانو په پکتیکا ولایت کې یوه نوې دیني مدرسه پرانیسته

د طالبانو د پوهنې وزارت اعلان کړی، چې دغې ډلې د پکتیکا ولایت په برمل ولسوالۍ کې د «مخزن العلوم» په نوم یوه نوې دیني مدرسه جوړه کړې ده. دوی وايي، چې د دغې مدرسې ودانۍ چې ۲۰ درسي ټولګي او ۱۰ د اودس کولو غرفې لري، په یوه وخت کې د ۴۶۰ زده کوونکو د تدریس ظرفیت لري.

دغه وزارت د دوشنبې په ورځ د ( جدي ١١مه ) په یوه خبرپاڼه کې ادعا کړې، چې د دې مدرسې د جوړېدو لګښت د سوداګرو او ځايي خلکو له خوا ورکړل شوى دى.

د طالبانو د پوهنې وزارت هم اعلان کړی، چې د بلخ ولایت د دارالعلوم امام مسلم د قرآن کریم د حفظ او کبیرې له کورس څخه یې ۱۰۰ تنه فارغ کړي دي.

د شنبې په ورځ د (جدي ۹مه) د طالبانو تر کنټرول لاندې باختر خبري اژانس خبر ورکړ، چې په بادغیس ولایت کې له یوه «جهادي مدرسې» څخه ۳۷ تنه فارغ شوي دي.

تر دې مخکې د دې ډلې د پوهنې وزارت چارواکو ویلي وو، چې د طالبانو د مشر هبت الله اخوندزاده په حکم به په هره ولسوالۍ کې له درېیو څخه تر لسو پورې دیني مدرسې جوړې شي.

د سې شنبې په ورځ د ( جدي ۹مه) د طالبانو د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزیر خلیل الرحمن حقاني په پکتیا کې په یوه «جهادي مدرسه» کې وویل، چې دیني مدرسې باید یوازې د دیني مسایلو تر تدریس پورې محدودې نه شي.

ښاغلي حقاني وویل، چې په مدرسو کې باید د دیني زده کړو ترڅنګ جهادي او نظامي فکرونه هم تدریس شي.