مولانا فضل الرحمان: د افغانستان او پاکستان تر منځ بې اعتمادي باید ختمه شي

ټاکل شوې، چې د جمعیت علمای اسلام ګوند مشر مولانا فضل رحمان به راتلونکې اونۍ افغانستان ته لاړ شي. نوموړی وايي، چې د افغانستان او پاکستان تر منځ رامنځته شوې بې اعتمادي باید ختمه شي او دی هڅه کوي، چې په دغه برخه کې خپل رغنده رول ولوبوي.

د پاکستان د جمعیت علمای اسلام ګوند مشر مولانا فضل الرحمان د دوشنبې ورځ په اېکس خواله رسنۍ خپور کړي یو پیغام کې ویلي، چې هغه راتلونکې اونۍ افغانستان ته سفر کوي.‌

مولانا فضل الرحمن ویلي، چې له افغانستان څخه ورته د سفر بلنه ورکړل شوې وه؛ خو په پاکستان کې د ټاکنیزو ماحول له امله یې دغه سفر ژر ترسره نه شو کړی.‌

نوموړي ویلي، چې د پاکستان او افغانستان فرهنګ، مینه او اسلامي روابط یو شان دي‌ او زیاته کړې یې ده:‌ “مونږ یو ډول یو، د دواړو هېوادونو تر منځ شته بې اعتمادي باید ختمه شي.”

کابل ته د پاکستان د جمعیت علمای اسلام د مشر مولانا فضل الرحمان د بلنې له خبر وروسته د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد هم دغه خبر تایید کړ.

د مجاهد په وينا؛ دغه پاکستانی ملا په پاکستان کې د طالبانو پر ضد د منفي تبليغاتو د مخنيوي لپاره کابل ته بلل شوى دی.

د طالبانو تر کنټرول لاندې ملي راډیو او ټلویزیون د یکشنبې په ورځ (لیندۍ ۲۶ مه ) کابل ته د پاکستان د جمعیت علمای اسلام د مشر د بلنې په هکله د ذبیح الله مجاهد د خبرو غږیز پېغام خپور کړ.

مجاهد په دغه غږیز پېغام کې ویلي، چې د طالبانو ډله د پاکستان خلکو ته د ځینو حقایقو د رسولو اراده لري او مولانا فضل الرحمان په دې برخه کې ښه رول لوبولی شي.