تېر کال له پاکستانه ۴۵۵ زره ۶۴۵ افغان کډوال په جبري ډول افغانستان ته ستانه شوي

AP ۱۴۰۲ مرغومی ۱۱

پاکستاني رسنیو راپور ورکړی چې د ۲۰۲۳ کال په وروستۍ ورځ شاوخوا ۱۲۰۰ بې اسناده افغان کډوال د دغه هېواد له پولو افغانستان ته اوښتي دي.

د دغو راپورونو له مخې؛ له پاکستانه د افغان کډوالو وتلو ټولټال شمېر ۴۵۵۶۴۵ ته رسېدلی دی.

د پاکستان سماء ټلویزیون راپور ورکړی، چې د یکشنبې په ورځ (جدي ۱۱مه) ۱۱۹۹ کسان د پاکستان له پولو افغانستان ته اوښتي، چې په دې کې ۳۸۹ نارینه، ۳۲۳ ښځې او ۴۸۷ ماشومان شامل دي.

ویل شوي، چې په دغو کډوالو کې ۹۲ کورنۍ هم شاملې دي، چې له ۷۳ موټرو سره له پاکستانه افغانستان ته راستانه شوي دي.

د پاکستان موقت حکومت د نومبر په لومړۍ نېټه د قانوني اجازې پرته د کډوالو د جبري اېستلو لړۍ پیل کړه او دغه کډوال یې په هېواد کې د "ناامنۍ" یو لامل وباله.

ویل شوي، چې په پاکستان کې د اوسېدو له اجازې پرته د ټولو کډوالو شمېر شاوخوا ۱،۷ میلیونه دی.

نور خبرونه

رادیو