د چمن پرلت کوونکي: په ټول چمن ښار کې مو له نن څخه کار بندیز پیل کړ

AP ۱۴۰۲ مرغومی ۱۰

د سپین بولدک ـ چمن پر دروازه د پاسپورټ جبري کېدو په غبرګون کې پرلت وهونکو د دوی د غوښتنو له نه منل کېدو وروسته د ډیسمبر وروستۍ ورځ په چمن ښار کې کار بندیز پیل کړ.

پرلت وهونکي وايي، د دوی په ملاتړ به د ۲۰۲۴ کال د لومړۍ میاشتې په لومړۍ نیټه په ټول بلوچستان ایالت کې هم کار بندیز پیل شي.

د چمن د پرلت کوونکو ویاند وايي، کار بندیز یې د پاکستان د حکومت له لوري د دوی د غوښتنو نه منلو په غبرګون کې اعلان کړی.

نوموړی وايي، «د میلادي وروستۍ ورځ مو کاربندیز دی، یوازې به درملتون او د ډوډی پخولو کار ځایونو ته اجازه وي. موږ غواړو د دې اعتراض له لارې نړۍ ته وښیو چې پښتانه د خپل حق ترلاسه کولو لپاره په دومره سخت حالت کې د خپلو حقونو ترلاسه کولو لپاره مبارزه کوي.»

په چمن ښار کې د کاربندیز پر مهال په پرلت کې د دغه ښار زرګونه کسان راټول شوي او د پاسپورټ د جبري کېدو په غبرګون کې د پاکستان د یادې پرېکړې پر ضد شعارونه ورکوي.

د چمن د لغړي اتحاد مشر غوث الله وايي: «که زموږ غوښتنې و نه منل شي، که د پاسپورټ پرېکړه وانه خیستل شي بیا موږ په دغه ښار کې هیڅ دولتي کارکوونکي ته د کار کولو اجازه نه ورکوو، او که موږ مجبوره شوو موږ به دلته مېشت پاکستاني نظامیان د دوی له دولتي ادارو څخه بیرون وباسو او د دې ټولو پيښو مسولیت به بیا د پاکستان د حکومت په غاړه وي.»

د پرلت د مرکزي کمیټې غړي وايي، سبا به د چمن تر څنګ د بلوچستان په مرکز کوټې ښار او د دغه ایالت په نورو ښارونو کې هم کار بندیز وشي.

دغه پرلت د سوېلي پښتونخوا په چمن ښار کې د ځايي اوسیدونکو او لغړي اتحاد له لوري۷۳ ورځې مخکې د پاکستان حکومت د هغې پرېکړې په غبرګون کې پیل شو چې، د سپین بولدک ـ چمن پر دروازه په پاسپورټ تګ راتګ جبري شو.

نور خبرونه

رادیو