له پاکستان څخه نېږدې ۴۵۵ زره افغان کډوال په جبري ډول افغانستان ته ستانه شوي

AP ۱۴۰۲ مرغومی ۱۰

د ۲۰۲۳ کال د نوامبر له لومړۍ نېټې څخه تر اوسه پورې پاکستان څلور لکه او ۵۴ زره ۸۱۲ افغانان په غیر قانوني توګه د اوسېدو په بهانه له دې هېواده اېستلي دي.
د پاکستان د دولتي راډیو د خبر له مخې؛ یوازې تېره ورځ ۹۶۶ افغانان بېرته خپل هېواد ته ستانه شوي دي.

دغه رسنۍ زیاتوي، چې خپل هېواد ته د افغانانو او نورو بې اسنادو اوسېدونکو د اېستلو لړۍ دوام لري.
پاکستان چې له تېرو څلورو لسیزو راهیسې د زرګونو افغان کډوالو کوربه هېواد دی، په دې وروستیو کې پرېکړه کړې چې ټول غیر قانوني کډوال به باسي.
له دې سره په دغو اېستل شویو کډوالو کې هغه کورنۍ هم شته چې له کلونو راهیسې د پاکستان په بېلابېلو ښارونو کې اوسېدل او د دې هېواد شناختي کارټونه یې هم درلودل.
د بښنې د نړۍوال سازمان په ګډون ډېر شمېر نړۍوالو سازمانونو او هېوادونو د پاکستان پر دغې پرېکړې په نیوکې سره ویلي، چې دا کړنه بشري سرغړونه ده او دغه هېواد باید خپله دا پرېکړه بېرته واخلي؛ خو پاکستان په خپل دریځ ټينګار کوي.
سره له دې چې طالبان د ژمي په درشل کې د پاکستان پر دغې پرېکړه نیوکه کوي؛ خو وایي دوی د هغو کسانو ملاتړ کوي چې بېرته هېواد ته راستنیږي.
اوسمهال له پاکستان او ایرانه زرګونه اېستل شوي کډوال په پنډغالو کې د ژمي سختې شپې او ورځې تېروي او د نړۍوالو مرستې ته په تمه دي؛ خو نړۍوالې مرستندویه ادارې بیا د بودیجې له کمښت څخه سرټکوي او په افغانستان کې د بشري ناورین خبرداری ورکوي.

نور خبرونه

رادیو