ایراني چارواکي: په تېرو ۹ میاشتو کې په ګیلان کې ۵۰۰ بې اسناده افغان کارګران نیول شوي

AP ۱۴۰۲ مرغومی ۱۰

د ايران د ګيلان ولايت د کار او ټولنيزو چارو د هماهنګۍ رييس وايي، چې د روان کال د چنګاښ د مياشتې له پيل څخه تر اوسه پورې په دغه ولايت کې ٥٠٧ بهرني کارکوونکي له قانوني اسنادو پرته نيول شوي دي.

سيووش اقاجي وويل، چې ډېرى بنديان یې افغانان دي.

هغه زياته کړه، چې يواځې د جدي په ١٠مه په ګيلان کې ١٦ افغان کارکوونکي وپېژندل شول او ونيول شول.

د ایران د اسلامی جمهوریت خبری اژانس (ایرنا) راپور ورکړی، چې اوه نیول شوي کارګران د یکشنبې په ورځ په یوه رستورانت کې او نهه نور په یوه ودانۍ کې کار کاوه.

د ایرنا د خبر له مخې؛ ګیلان یو له هغو ښارونو څخه دی، چې د استوګنې له اجازې پرته د بهرنیو اتباعو کار پکې منع دی.

وروسته له هغې چې د طالبانو له خوا د کابل بشپړ کنټرول تر لاسه شو، ډېری افغانان د طالبانو د انتقام، پراخې بې وزلۍ او د بشري حقونو د پراخو سرغړونو له امله د خپل هېواد پرېښودو ته اړ شول.

د ایران د اسلامي جمهوریت د کار وزارت د روان کال د سپټمبر په میاشت کې اعلان وکړ، چې هغه مهاجرین چې د کار اجازه، د کار موقتي جواز یا موقتي کار کارت نه لري په دې هېواد کې د کار کولو اجازه نه لري.

د راپورونو له مخې؛ په ایران کې د افغانانو لپاره د ژوند او کار شرایط د هرې ورځې په تېرېدو سره ستونزمن کیږي.

په دې وروستیو کې د دغه هېواد د مهاجرت د ملي ادارې مشر ویلي؛ هغه کسان چې له رسمي اسنادو پرته مهاجرو ته سیم کارتونه، د اوسېدو ځای او ترانسپورټي خدمات وړاندې کوي، وبه پېژندل شي او مجازات به شي.

نور خبرونه

رادیو