د پاکستان ټینس ملي جام سبا پیلېږي
د پاکستان ټینس ټولنه وايي، د دغه هېواد ۳۶ ملي جام سبا د ۲۰۲۴ کال په لومړۍ نېټه پیلېږي او د جنورۍ تر ۱۱ به روان وي. د دې ادارې په خبره، په دې ټینس جام کې به د نارینه او ښځو لوبډلې له ټول پاکستان ګډون وکړي.
ټاکلې ده چې دا لوبډلې د ۱۸ کلونو او ۱۲ کلونو په عمر کټه ګوریو کې سره ولوبېږي.