ملګري ملتونه: په ۲۰۲۳ کال کې مو کارکونکي او همکاران له دوو بیړنيو حالاتو سره مخ شول

AP ۱۴۰۲ مرغومی ۱۰

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د کډوالو عالي کمیشرۍ دفتر وايي، په ۲۰۲۳ کال کې د دغه دفتر کارکونکي او همکاران د هرات د زلزلې او له پاکستان څخه د افغان کډوالو د ډله ییزې راستنېدنې له امله له بیړنیو حالاتو سره مخ وو.

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د کډوالو عالي کمیشنرۍ د ۲۰۲۳ کال په ورستی ورځ پر خپله اېکس پاڼه د یوې ویډیو په خپرولو سره ویلي چې په دغه کال کې یې کارکونکي او همکاران له بیړنیو حالاتو سره مخ وو.

د دوی په خبره د ۲۰۲۳ کال په اکټوبر میاشت کې ویجاړونکو زلزلو د هرات ولایت زرګونو اوسېدونکو ته مرګژوبله اړولې او دوی یې په بېساري ډول زیامن کړي. د دوی په خبره د زلزلې له لومړۍ ورځې تر دې مهاله لا هم په سیمه کې د زلزلې واړه ټکانونه کیږي او زلزله ځپلو ته د ژغورنې په مرستو چمتو کولو بوخت دي.

په فغانستان کې د ملګرو ملتونو د کډوالو عالي کمیشنرۍ دفتر وايي، د هرات د زلزله ځپلو ستونزو ته د رسېدو پر وخت، همهاله د پاکستان حکومت له دغه هیواده د ټولو بهرنیو اتباعو د اېستلو خبر ورکړ او بیا په همدې مهال ایران هم د افغان کډوالو د ستنېدو لړۍ پیل کړه.

یاد دفتر ويلي د زلزله ځپلو تر څنګ د راستانه شویو کډوالو لپاره یې د «د ښوونځیو او کلنیکونو جوړولو، د دوامداره بیا یو ځای کېدو د ملاتړ تر څنګ په تولنه کې د یو بل منلو کلتور په رامنځته کولو او د نورو بې ځایه کېدو مخه نیسي.»

همدارنګه په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د کډوالو عالي کمیشنرۍ د افغانستان لپاره د حکومتونو، بنسټونو، خصوصي بسپنه ورکونکو او د ډله ییز وجهي صندوق په ګډون د ټولو ملاتړو د مرستو ستاینه کړې ده.

دا په داسې حال کې ده چې په هرات ولایت کې د تلې په ۱۵مه د خونړۍ زلزلې له امله د دغه ولايت زرګونو اوسېدونکو ته ډېر ځاني او مالي زيانونه ورسیدل.

او همدارنګه په تېرو دوه میاشتو کې څه د پاسه پنځه لکه افغان کډوال له پاکستانه په جبري توګه و اېستل شول چې د نړیوالو سازمانونو د معلوماتو له مخې دا مهال د ژمي له سړې هوا او د سرپناه له نه شتون سره مخ دي.

نور خبرونه

رادیو