د پاکستان د المپیک کمېټې مشر له ۱۹ کلن ماموریت وروسته خپله دنده پرېښوده
پاکستاني رسنۍ وايي، د دغه هېواد د المپیک کمېټې مشر عارف حسن له ۱۹ کلن ماموریته له خپلې دندې استعفاء وکړه. نوموړي د المپیک کمېټې اجراییوي غړو ته خبر ورکړی ، چې د « ناسم روغتیايي» حالت له امله د ۲۰۲۴ کال د جنورۍ له لومړۍ نېټې وروسته خپله دنده نشي کولی.
ښاغلی حسن، چې دا مهال په امریکا کې دی، جیو نیوز پاکستاني ټلویزیون ته خپله استعفاء تایید کړې ده.
د معلوماتو پر بنسټ، عارف حسن ته په ۲۰۰۲ زېږدیز کال کې د سویلي اسیا سیالیو د تنظیم کمېټې مسوولیت وسپارل شو؛ خو په ۲۰۰۴ کال کې بیا د پاکستان د المپیک کمېټې مشري ورکړل شوه، چې تر اوسه هم پر دې څوکۍ پاتې وو.
د پاکستان د ورزش په تاریخ کې د اوږد مسوولیت لرونکی دغه چارواکی روان کال کې له دې امله هم تر سختو نیوکو لاندې راغلی وو، چې ولې پاکستان په نړیوالو المپیک سیالیو کې کوم مډال ترلاسه نه کړ.