د ملګرو ملتونو عالي کمېشنرۍ: په افغانستان کې مو له ۵۰۰ کوچنیو شرکتونو سره مرسته کړې

AP ۱۴۰۲ مرغومی ۹

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو عالي کمېشنرۍ په اېکس پاڼه لیکلي، چې په دغه هېواد کې یې تر ۵۰۰ کوچنیو او منځنیو شرکتونو سره مرسته کړې ده.

د دوی په وینا، د دغو شرکتونو ډېری یې د ښځو له‌خوا اداره کېږي.

دغې کمېشنرۍ لیکلي، چې دغه کوچني پورونه د دوی په پیاوړتیا او بشري مرستو ته د دوی د اتکا په کموالي کې همکاري کوي.

د دغو پورونو له لارې ډېری ښځې توانېدلي، چې ځانته یو کوچنی کاروبار برابر کړي.

په دې کې ډېرو مېرمنو په دغو پورونو د خیاطۍ لپاره ځینې توکي پېرلي او اوس‌مهال هره یوه یې ځانته جلا، جلا وړې کارخونې لري.

دوی په خپلو کارخونو کې ګنډل کوي او بیا هغه توکي د ښار په هټۍوالو پلوري، چې د دوی په وینا هم ښه کاري فرصت ورته برابر شوی او هم دوی د ژوندانه د لګښتونه تر یوه بریده پوره کولای شي.

نور خبرونه

رادیو